لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د يو "ترهګر" وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلع شمالي وزيرستان کې يې عملیات کړي او يو "ترهګر" يې وژلی دی.

پوځ پرون ګل/دوشنبې ناوخته په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي: "امنيتي ځواکونو د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتو په اساس عمليات کړي دي".

پوځ زیاته کړې چې، "د عملیاتو په مهال د ترهګرو سره د ډزو تبادله کې ترهګر نېک مان الله وژل شوی دی"، خو پوځ د وژل شوي تن نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره وو، او نه پوځ ته د کوم تاوان اوښتو ويل شوي دي.

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

پوځ ويلي، وژل شوی ترهګر په يو شمېر ترهګر بريدونو او ملکي وګړو په هدف کولو کې ککړ وو، د هغه د ولقې نه وسله او چاودېدونکي مواد ترلاسه کړل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو او په ځانګړي ډول شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

پينځه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په ميرعلي همزوني سيمه کې په ډزو د وژل شوو کسانو پينځه مړي ترلاسه شوي وو.

له دغې وړاندې د جنورۍ په لومړۍ نیټه میر علي سیمه کې شپږ نایان هم دنامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي وو.

په سيمه کې د ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې کيږي چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، په شمالي وزيرستان کې یې ترهګرۍ ته ملا ماته کړې ده، په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات شوي وو.

خو په سيمه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کېدل دوام لري او په وروستيو کې د سيمو خلکو ويلي، بيا د ويرې حالات جوړ دي او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه دغلته يو بل پوځي اپرېشن وشي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG