د پاکستان چيف الېکشن کمشنر ويلي چې انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.
د پاکستان الېکشن کمېش په خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن په دفتر کې غونډه شوې، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنيت په حالاتو او د هغې په انتخاباتو د اغېزو په اړه غور شوی دی.
ويل شوي په غونډه کې مرکزي نګران داخله وزير، مرکزي او صوبايي سيکرټريانو او پوليس لوړ پوړو چارواکو سره د ادارو غړو ګډون کړی دی.
د پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د امنيت په خرابو حالاتو او ځانګړي ډول د الېکشن کمېشن په دفترو او سياسي جلسو کېدونو حملو په پېښو اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو نوموړي ویلي، د ترهګرۍ، امنیتي چېلنجونو او انتخابي عمل اغېزمنوونکو پېښو باوجود به انتخابات نه ودرول کيږي انتخابات به په وخت کيږي په دغه حواله چاته وهم وګمان نه دی پکار.
د پاکستان الېکشن کمشنر په داسې وخت کې اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستيو کې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې شوي دي.
د شورو/ چارشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه باجوړ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی ازاد امېدوار رېحان زېب په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.
له دغې وړاندې د نهې/ سه شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې په سبي سيمه کې د تحریک انصاف ګوند په جلوس بمي چاودنه شوې څلور تنه پکې وژل شوي وو.
داعش د دغو دواړو بريدونو زمه واري منلې وه.
د شورو په ورځ د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله کې د عوامي نشنل ګوند يو غړی ظهور احمد په وسله وال برید کې وژل شوی او په کېچ ضلع کې د صوبايي اسمبلۍ د امېدوار د کور مخې ته د لاسي بم حمله شوې وه.
د پاکستان الېکشن کمېشن د دواړو پېښو نوټس اخستی، د خېبرپښتونخواو بلوچستان صوبې د چارواکو نه یې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد په سمدستي توګه د اقداماتو کولو غوښتنه کړې وه.
پاکستان کې تېره مياشت هم په انتخابي کمپاين کې په سياسي مشرانو حملې شوې وې.
په 29مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د قامي اسمبلۍ امېدوار اورنګزېب خان په بريد کې روغ وتلی، ساتونکی یې ژوبل شوی وو.
له دغې وړاندې په بنو کې د پاکستان تحريک انصاف د پخواني وزير او اوسني امېداوار د کور مخې ته چاودنه شوې او بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د نيشنل پارټۍ په دفتر د لاسي بم غورځول شوی، په دواړو پېښو کې څلور تنه ژوبل شوي وو.
تېره میاشت په لسمه نېټه په شمالي وزيرستان کې ازاد اميدوار کليم الله د دوو ساتونکو ترڅنګ د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوي وو.
هم تېره میاشت په باجوړ کې د جمعیت اسلام ف ګوند د امېدوار په ګاډي چاودنه شوې، د پخواني اېم اېن اې محسن داوړ، او جمعيت علمااسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په قافلو هم ډزې شوې وې.
چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.
Forum