لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د انتخابي کمپاین په دفترو اؤ احتمالي پولنګ اسټیشنو بمي بریدونه شوي


فائل تصویر - فبرورۍ اوله نېټه کال ۲۰۲۴، کوئټه
فائل تصویر - فبرورۍ اوله نېټه کال ۲۰۲۴، کوئټه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پيپلز ګوند د ټاکنیز کمپاین په دفترو اؤ په دریو احتمالي پولنګ اسټیشنو بمي بریدونه شوي چې د پولیسو په وینا دې بریدونو کې لږ تر لږه درې ماشومان ژوبل شوي‌ دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا بمي بریدونه د ګل یا دوشنبې په ورځ په مستونک اؤ حب سیمو کې د پیپلز پارټۍ د کاندیدانو په انتخابي دفترونو شوي دي.

سرچینې وایي په حب کې چې د پیپلز پارټۍ په انتخابي دفتر د لاسي بم کوم برید شوی هغې کې درې ماشومان ژوبل شوي خو په مستونګ کې شوي برید کې بیا کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

سرچینو ډیوه ته ویلي په خاران ښار کې نامعلومو وسله والو درې احتمالي د رایو ورکولو مرکزونه یا پولنګ اسټیشنې په بمونو الوځولي دی.

سرچینې وایي دغه احتمالي پولنګ اسټیشنې د خاران په واپدا سیمه کې په دریوؤ بیلابیلو سکولونو کې وې خو د دې پېښو په اړه زیات تفصیلات مخې ته نه دي راغلي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان کې دوه ورځې وروسته په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې کیږي خو له دې ټاکنو وړاندې په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا ایالتونو کې د ترهګرۍ پېښې اؤ په انتخابي خوځښتونو بریدونه چټک شوي دي.

د ترهګرۍ په دې پېښو کې یو شمیر امیدواران اؤ دهغوي پلویان وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي اوړمه ورځ ویلي وؤ چې " د بلوچستان حکومت په کوئټه کې د یوې ښځینه ځانمرګې بریدګرې د ممکنه شتون په اړه د ګواښ خبرداري په ځواب کې پر ولسي او ټاکنیزو غونډو بندیز لګولی دی.

هغه له ټولو سیاسي ګوندونو او کاندیدانو غوښتنه کړې وه چې د خطر د کمولو لپاره خپلې غونډې په کور دننه ترسره کړي اؤ ویلي یې وؤ چې حکومت د خلکو خوندیتوب ته زیات اهمیت ورکوي

په تیره يوه اوونۍ کې د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په لسوضلعو کې تر پنځه ویشتو زیات بمي بريدونه او چاودنې شوي، چې په کې پنځه ۵ تنه وژل شوي او تر شل ۲۰زیات ژوبل شوي دي.

د پاکستان اليکشن کميشن ويلي په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د نا امنۍ حالات او د هغې په انتخاباتو د اغېزو په اړه غور شوی دی او ويلي یې دي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې د خنډ جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد سخته کارروايي کوي او يو چا سره به نرمي نه کيږي او پر ټاکلې نېټه اتمه فرورۍ به د ټول ټاکنې کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG