په پاکستان کې سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کېدونکو عامو ټاکنو نه مخکې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وولکر ترک پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په بشپړه توګه ازاده او عادلانه رایه اچونه باوري کړي او د جمهوري عمل په اړوند دې خپله ژمنه تازه کړي.
په جېنوا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې، لیز تروسل ټینګار وکړو چې په بشپړه توګه دې د ازادو او عادلانه منصفانه ټاکنو عمل باوري کړل شي.
دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا ځورول کېږي او د مسلم لیګ نون جماعت او د دې ګوند د کاندید نواز شریف په څېر جلسې نه کوي. چارواکو دا ډول شکایتونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشن دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې پاکستان کې انتخاباتو ته یوازې یوه ورځ پاتې شوې اؤ د دې انتخاباتو نه مخکې د یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف لخوا تورونه لګول شوي چې انتخاباتو کې د دوي د ګټې د مخې نیولو هڅې کولی شي.
تحریک انصاف ګوند وایي لکه څنګه چې نواز شریف اؤ د هغه د ګوند نورو امیدوارانو ته د جلسو اؤ انتخابي کمپین لپاره لاره ورکړل شوې دغسې د تحریک انصاف سره نه دي شوي اؤ حتی دوي انتخابي کمپین ته هم نه دي پرېښودل شوي خو چارواکي دا تورونه ردوي اؤ وایي ټولو ګوندونو ته یوشان د کمپین موقعې ورکړل شوې دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم دا مهال په بیلابیلو مقدمو کې زندان ته اچول شوی اؤ په مجموعي توګه ورته د ۳۴کالو د بند سزا اورول شوې ده اؤ په انتخاباتو کې د هغه د ګوند نه انتخابي نخښه بیټ هم د ګوندي انتخاباتو په نه کولو بېرته اخستل شوې ده.
عدالت عمران خان د انتخاباتو لپاره نااهله کړی اؤ دهغه ګوند دعوه کوي چې دا سزا د پاکستان د طاقتور پوځ پرضد د بیانونو له امله ورکړل شوې ده.
پوځ ویلي دي چې عمران خان اؤ د هغه د ګوند یو شمیر نور مشران په نهم مې په پوځي تنصیباتو بریدونو، اړي ګړي اؤ د پوځ پرضد د خلکو راپارونه کې ککړ دي.
الزبیتهـ تهروسیل وویل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره د عمران خان د ګوند اؤ پلویانو په ځورونه اؤ نیولواندېښنې لري.
د هغې وینا وه چې پاکستان کې باید ټولو ګوندونه په منصفانه ډول سیالۍ کې د ګډون جوګه کړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې ویلي "پاکستان کې د زیارت په ورځ د کېدونکو پارلیماني ټاکنو نه وړاندې مونږ د ټولو سیاسي ګوندونو اؤ امیدوارانو پرضد د تشدد د ټولو کارروایو غندنه کوؤ اؤ په چاروکو ټینګار کوؤ چې هغوي باید د یو جامع اؤ بامعنا جمهوري عمل لپاره اړینې بنیادي ازادۍ پرځای وساتي"
هغې زیاته کړه چې راتلونکي انتخابات په"پاکستان کې د ښځو اؤ اقلیتي ورورولیو په ځانګړي ډول احمدیانو ته د پېښو خنډانو یادؤنه هم ده"
تهروسل د ځېنو سیاستي ګوندونو له لوري ټاکنو کې ښځو ته د قانوني کوټې مطابق په استازیتوب نه ورکول کېدو هم د اندېښنې څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان پارلیمان کې ښځو لپاره ۲۲ فیصدي څوکۍ ځانګړې دي.
هغې ویلي چې اقلیتونو لپاره د جلا ووټر لسټونو له امله هغوي د تشدد نخښه ګرځول کېدای شي.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټيل هم اوړمه ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال ویلي وؤ چې امریکا پاکستان کې د تشدد په پېښو، په رسنیو په اېښودل شوؤ قدغنونو، د انټرنیټ د ازادۍ اؤ د رایې څرګندولو مخې ته په پرتو خنډانو اندېښنه لري اؤ غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې باید د رایې څرګندولو بشپړ درناوی وشي.
خو د نهې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ګوهر اعجاز اسلام اباد کې رسنیو ته ویلی چې د ترهګرو د سیوا شوؤ بریدونو باوجود به انتخابات په ازادانه اؤ منصفانه ډول کیږي اؤ پاکستان د دې انتخاباتو لپاره نړیوال څارونکي هم رابللي دي.
Forum