په پاکستان کې تر عامو پارلماني ټاکنو یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په دوو پښتني سیمو پښین او کلاسیف الله کې غبرګو خونړیو چاودنو د انتخاباتو کمیشن او نګران حکومت هغه دعوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې وایي انتخابات به په پرامنه توګه کېږي.
د رپوټونو له مخې نن د چارشنبې- شورو په ورځ د پښین په خانوزۍ تحصیل کې د صوبایي اسمبلۍ د یو ازاد امیدوار اسفندیار کاکړ د انتخابي دفتر مخې ته چاودنې لږ تر لږه 14 تنه و وژل او لسګونه یې ټپیان کړل. ورپسې په کلاسیف الله کې د جمعیت علماء اسلام (ف) د صوبایي امیدوار مولانا عبدالواسع له انتخابي دفتر سره چاودنې لږ تر لږه 10 تنه و وژل او ګڼ شمېر یې ټپیان کړل.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کسانو دغو چاودنو ته په غبرګون کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ او د ترهګرۍ په اړه په ریاستي تګلارو نیوکې کړې دي او وایي په انتخاباتو کې تل "د بلوچستان او پښتونخوا خلک قرباني" کېږي.
د سیاسي چارو ځوان څېړونکي او د پوځ پر پالیسیو تنقید کوونکي سید مزمل شاه پر ایکس لیکلي، "په قلعه سیف الله او پښین کې چاودنې، په درځنونو وژل شوي، کله هم چې انتخابات وي، بلوڅان او پښتانه به یې په کولېټرل ډېمېج کې وژل کېږي".
د بلوچستان د پښین ضلعې خانوزۍ تحصیل د صوبې تر ټولو پرامنه سیمه ده، خو نن د خپلو اوسېدونکو په وینو ولړل شوه.
سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ یو مشر افراسیاب خټک پر ایکس لیکلي، چې "ترهګرو" د بلوچستان په دوو پښتني سیمو کې انتخابي دفترونه په نخښه کړي دي، وایي "پښتانه د ریاستي پالیسیو له پیدا کړې ترهګرۍ سره مخامخ دي. ښه طالبان او بد طالبان".
که څه هم د پاکستان پر پوځي او استخباراتي ادارو له اوږدې مودې دا تورونه لګېږي چې که یوې خواته د ترهګرۍ په ځپلو کې د امریکې ملګری پاته شوی خو بلې خواته یې د ښو او بدو طالبانو تر منځ په توپیر کې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې "دوه مخی" رول تر سره کړی دی، خو ریاستي ادارې دا تورونه ردوي او وایي په ترهګرۍ کې یې لوی زیان لیدلی.
د بلوچستان د سیاسي او اقتصادي چارو ځوان څېړونکي رفیع الله کاکړ پر ایکس د پاکستان له امنیتي ادارو پوښتنه کړې چې پر پوله اغزن تار ولګېد، "ښه" طالبان واکمن شول، پوله بنده ده، نو وایي "دا ترهګر بیا له کومې خوا راځي؟". کاکړ لیکلي:
"د بلوڅانو له سیمو وروسته په پښتني سیمو کې پر انتخابي دفترونو حملې، چې پکې 30 تنه وژل شوي. امکان دا دی چې ټي ټي پي یا داعش یې ذمه وارۍ ومني، پښتني سیمې د ناکامۍ افغان پالیسۍ بیه پرې کوي".
د پښین او کلاسیف الله د چاودنو ذمه وارۍ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دي اخیستې او تحریک طالبان پاکستان څو ورځې وړاندې ویلي وو چې په پاکستان کې به پر انتخابي دفترونو باندې بریدونه نه کوي.
د پاکستان مخکیني وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ګوند یو مشر شهباز شریف پر ایکس باندې د پښین او کلاسیف الله په چاودنو کې د خلکو پر وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې او لیکلي یې دي:
"تر انتخاباتو څو ګنټې مخکې دا بزدلانه ترهګر بریدونه زموږ حوصلې نه شي ټیټولای".
په تېره شاوخوا یوه میاشت کې چې په پاکستان کې د انتخاباتو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي، که څه هم تر تېرو انتخباتو کمپېنونه ډېر ساړه وو او لویې ولسي غونډې نه دي شوې خو په پښتونخوا او بلوچستان کې ورباندې بریدونه شوي او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جنورۍ پر 31مه د پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پي ټي ای پر یو مشر رېحان زېب خان باندې برید شوی او هغه پکې وژل شوی وو. رېحان زېب په ازاد حیثیت صوبایي او قومي اسمبلۍ ته امیدوار وو.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ یوې مشرې بشرا ګوهر په بلوچستان کې نننۍ چاودنې "بزدلانه" بللې او غندلې یې دي. مېرمن بشرا ګوهر پر خپل ایکس لیکلي:
"امنیتي ادارې او د انتخاباتو کمیشن د امیدوارانو د خوندیتوب او امنیت په باوري کولو کې ناکامه شوې دي".
د چارواکو په وینا د پښین او قلعه سیف الله په چاودنو کې د صوبایي اسمبلۍ دواړو امیدوارانو اسفندیار خان کاکړ او مولانا عبدالواسع ته کوم زیان نه دی رسېدلی خو د انتخابي عملې کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان حکومت د نننیو چاودنو په تړاو په صوبه کې درې ورځنی رسمي ماتم اعلان کړی دی، خو وایي انتخابات به په هر حال کې کېږي. د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر وایي "ترهګرو ته به اجازه ور نه کړو چې د انتخاباتو دا مهم جمهوري عمل کمزوری یا خراب کړي".
جان اڅکزي د پښین په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر 12 یاد کړی او وایي 24 تنه نور ټپیان شوي دي او د قلعه سیف الله په چاودنه کې یې د 10 تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
جان اڅکزي په دغو چاودنو کې هندوستان په لاس لرلو تورن کړی دی، پاکستاني چارواکي اکثر په بلوچستان کې د داسې پېښو تور پر هند پورې کوي، خو هند دا تورونه تل رد کړي دي.
Forum