لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانګرس غړي وایي د پاکستان ثبات لپاره هلته رڼې اؤ‌ منصفانه ټاکنې ضروري دي


پاکستان کې نن کېدونکو پارلیماني ټاکنو ته امریکا کې هم په ډیر دقت اؤ دلچسپۍ سره کتل کیږي دا ځکه چې پاکستان د جنوبي ایشیا یو مهم اؤ اټومي طاقت لرونکی هیواد دی اؤ ددې ترڅنګ امریکا سره هم د اړیکو یو داسې اوږد تاریخ لري چې کله دغه اړېکې ښې پاتې شوي اؤ کله کرکیچنې شوې دي.

د پاکستاني ټاکنو په اړه د وي او ای اردو سروس د امریکایي کانګریس د دوؤ غړو سره خبرې کړي اؤ دغو دواړو قانون سازانو ویل چې د جمهوریت د ثبات اؤ پرمختیا لپاره باید دا ټاکنې رڼې اؤ ازادانه وشي.

د امریکایي کانګرس ښځينه غړې شیلا جیکس لی چې د امریکې د استازو په ایوان کې د پاکستان پارلیماني چارو ته د څارنې مشري پغاړه لري، ویلي دي چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ کیدونکې ټاکنې ازادانه اؤ رڼې پکار دي.

هغې وویل د پاکستان په څېر یو ستر هیواد کې، یو داسې مسلمان هیواد کې چې د پاکستان هومره غټ وي د ازادانه انتخاباتو کېدل ضروي دي تر څو هلته جمهوري حکومت جوړ شي.

د کانګرس ددغه غړې وینا وه چې هغې د پاکستان د موجوده اؤ (پخواني) ایتلافي حکومت سره اؤ په امریکا اؤ ټولوه نړۍ کې د میشتو پاکستانیانو سره خبرې اترې کړې دي اؤ مونږ د غوره والي هیله لرو.

د دې پوښتنې ځواب کې چې د پاکستان یو شمیر سیاسي مشرانو اؤ ایمنسټی انټرنیشنل د انتخاباتو نه وړاندې د تشدد په پېښو ژوره اندېښنه ښودلې ده ایا امریکا هم پاکستان کې تر انتخاباتو وړاندې د تشدد په ځېنو پېښو اندېښمنه ده ، شیلا جیکشن وویل:

دا خبره د ډاډګیرنې ده چې دا تشدد د هغې کچې نه دی څومره چې تر دې وړاندې ما لیدلی دی،خو په یقیني توګه کله چې تشدد کیږي نو ځاني زیانونه اوړي.

د هغې وینا وه چې د پاکستان ولس، نوو ووټرانو، ځوانانو ووټرانو لپاره دا خبره باوري جوړول مهمه ده چې هغوي د رایې ورکولو جوګه وي.

شیلا جیکسن وویل ، زه پاکستاني ولس ته ویل غواړم چې دا فیصله پر تاسو ده چې پرېکړه وکړي چې انتخابات دې ازادانه اؤ له تشدده پاک وي ، جمهوري دې وي تر څو ستاسو غږ واوریدل شي اؤ دهغوي غږونه (دې وانه وریدل شي) چې تاسو وریرول غواړي.

ددې پوښتنې ځواب کې چې سیاسي مشران اؤ مبصرین انتخاباتو کې د څه ممکنه سیاسي انجنیرنګ اندېښنې ښیي ، که چرې داسې وشي نو ایا امریکه به د واک ته رسېدونکي حکومت ملاتړ کوي؟

د شیلا جیکسن وینا وه چې مونږ انتخاباتو کې د ووټرانو اصل غږ اوریدل غواړو، ظاهره ده چې امریکا د انتخاباتو د عمل ټاکنه د خپلو مبصرینو اؤ پاکستان سره د خپلو ډپلوماټیکو تماسونو له لارې کولی شي اؤ مونږ به د ووټونو په شمیره تکیه کوؤ اؤ په دې خبره به انحصار کوؤ چې کوم خلک ټاکل کیږي ایا هغوي د یو حکومت جوړولو جوګه دي.

هغې وویل "مونږ ته به د پاکستان د قوانینو مطابق کتل وي چې ایا خلک د رایې ورکولو له حقه محروم ساتل شوي دي اؤ دا هر څه به مونږ د پاکستان سره د خپلو اړیکو له لارې کوؤ اؤ دهغو نړیوالو اړیکو له لارې چې د پاکستان لوري د ازادانه ټاکنو کولو په ژمنو جوړې شوې دي،ځکه نو زیاتې خواوې با دا ارزونه کوي چې ایا دا انتخابات ازادانه دي که نه تر هغې وړاندې چې مونږ پرېکړه وکړو چې انتخاباتو کې څنګه اړی ګړی شوی دی"

د یوې بلې پوښتنې ځواب کې هغې وویل چې د افغان جګړې په مهال پاکستان د امریکې ایتلافي پاتې شوی اؤ په دې وروستیو کې هم امریکې د پاکستان خدمات ترلاسه کړی اؤ پاکستان سره به د امریکې دا اړیکې نورې هم پیاوړې کیږي.

اغلې وویل قانون پځای کوونکي اؤ د حکومت استازیتوب کوونکي باید د پاکستاني ولس حفاظت وکړي اؤ ترهګر شاته دیکه کړي ترڅو ازادانه ټاکنې وشي اؤ یو داسې ازاد حکومت جوړ شي چې د پاکستاني ولس لپاره په جمهوریت اؤ ازادۍ ولاړ وي.

پاکستان کې د انتخاباتو به حواله وایس اف امریکه اردو څانګې سره خبرو کې د کانګرس ډیمو کریټک غړي بریډ شرمن وویل ، زه وینم چې هغوي له هېلو ډیر ښکته دي ، هغوي پر "بیټ" بندیز ولګولو اؤ بیا پر "بیټسمین" بندیز ولګولو اؤ بل اړخ ته ډیری پاکستانیان دا فکر کوي چې ګنې امریکا ددې امیدورار یا دهغه امیدوار ملاتړ کوي یا دې امیداوار د امریکې یا د بل امیدوار په هکله دا ویلي دي.

په موجوده سیاسي وضعیت کې پاکستان کې د ازادانه اؤ منصفانه ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بریډ شرمن وویل، کومه خبره چې مهمه ده هغه جمهوري عمل دی، زه د پاکستان د ایین وکیل نه یم خو کله چې تاسو وینئ چې یو د سر امیدوار د انتخابي کمپین کولو نه پاتې دی، یوه ستره پارټي د خپلو امیدوارانو د ګوند په توګه پر وړاندې له بوولو جوګه نه ده نو تاسو د دونیا تر ټولو زیاتو جمهوري ملکونو کې دا شیان نه شئ لیدلی ،دا مهال خو سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي دواړه انتخاباتو کې. د پردې تر شا په کېدونکي سیاسي انجنیرنګ اندېښنې ښیي.

انتخاتو نه وروسته د پاکستان نوي سیاسي حکومت سره د امریکې د اړیکو به هکله د یوې پوښتنې ځواب کې بریډ شرمین وویل امریکا لپاره دا مهمه نه ده چې څوک په اقتدار کې دی بلکې مهمه داده چې هغه اقتدار ته څنګه رسیدلی دی ایا دا منصفانه نظام ؤ؟ اؤ د جمهوریت لپاره زما قوي رائ ده.

هغه وویل، زما په اند امریکا ټوله نړۍ کې د جمهوریت سره ملګرتیا کوي تر دې چې که دا په سمدستي توګه زمونږ په سیاسي ګټه هم نه وي ، زه ګڼم چې مونږ پاکستان کې د منصفانه اؤ ازادانه ټاکنو ملاتړ کوؤ اؤ په دې نه یو چې هلته څوک ټاکل کیږي

( د وي او ای اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG