د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وایي، کېدای شي ځینې خلک د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې وګڼي خو وایي دا تعلق دومره مضبوطه دی چې په "دوو درو پېښو" نه شي خرابېدای او نور به هم دا اړیکې د ښه والي پر لور پرمختګ کوي.
انوار الحق کاکړ د افغانستان «طلوع نیوز» ته په ځانګړې مرکه کې د طالبانو نوم نه دی اخیستی خو وایي بهرنۍ نړۍ چې هغه هېواد ته په هر نظر ګوري، خو د ده په نظر اوس "استحکام پکې را روان" دی ځکه چې وایي اوس "افغانستان په خپل واک او اختیار کې" ښکاري.
د کاکړ په وینا د سیمې ټول هېوادونه دا غواړي چې په افغانستان کې واکمن حکومت په رسمیت وپېژندل شي، وایي دا نه شي ویل چې دا کار به کله کېږي خو وایي د وخت په تېرېدو به دا کار ضرور کېږي ځکه چې وایي د سیمې هېوادونه له افغان حکومته [د طالبانو له حکومته] څه تمې لري هغوی [طالبان] هم په دې پوهېږي:
"که داسې حالت جوړ شي پاکستان به په لومړیو ملکونو کې وي چې موږ هغوی [د طالبانو حکومت] په رسمیت وپېژنو".
نګران وزیراعظم د اسلام اباد له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندل د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وتړل او ویې ویل چین، ایران، منځنۍ اېشیا، روس، امریکا او خلیجي هېوادونه غواړي په افغانستان کې امنیت راشي او هلته داسې حکومت وي چې د عامو افغانانو د ښېګړې او ښه ژوند لپاره کردار ادا کړي. وایي دا رسمیت دا ټول شراط له هغه سره تړلي دي.
طالبانو د انوار الحق کاکړ تازه خبرو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو د دوی د حکومت د ریاست الوزراء د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د فرورۍ په اتمه په کابل کې د یوناما له مشرې سره د لیدو په وخت ویلي حکومت یې د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرطونه پوره کړي باید په رسمیت وپېژندل شي.
انوارالحق کاکړ وایي د طالبانو حکومت چې څومره په هېواد کې امن او استحکام راوستی دی، د بهرنیو ځواکونو پر موجودګۍ برسېره تېر افغان حکومت نه وو راوستی، خو وایي د افغانستان ټوله خاوره د هغوی تر واک لاندې نه ده او د پاکستان په ضد کارول کېږي:
"له هغوی [طالبانو] نه دا تمه چې په دوه کاله کې به ټول افغانستان تر خپل تسلط لاندې راولي او په یو یو انچ باندې هر کار د دوی په مرضۍ کېږي دا به لږ غیرحقیقي وي، پکار دی موږ د افغانستان له حکومت سره نورې خبرې وکړو او نور وخت ورکړو، خو په دې کې شک نه شته چې دغه [د ټي ټي پي] خلک په افغانستان کې دي او له هغه ځای پر موږ حملې کوي".
د پاکستان حکومت د تېر افغان حکومت په مهال هم او په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې هم په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې وسلوال بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او په پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه یې د دې هېواد داخلي موضوع بللې ده.
کاکړ وایي دا سمه ده چې په پاکستان کې وسلوال بریدونه د دې هېواد کورنۍ مسئله ده او ریاستي ادارې به د خپل امنیت فرایض پوره کوي، خو وایي دوی د افغانستان پر حکومت دا تور نه دی لګولی چې دوی ارادتاً د ټي ټي پي وسلوال ساتي:
"که زما ځینې کسان راځي، ستا خاوره استعمالوي، ستا په خاوره تربیه کېږي، ژوند کوي او بیا له هغه ځایه راځي زما خلکو ته تاوان پېښوي نو زه به لازماً تاته وایم چې دا ستا کور ته زما بدبخته ورور درغلی دی یا خو تا اجازه ورکړې ده خو که تا اجازه نه ده ورکړې نو دومره وکړه چې له خپله کوره یې وشړه".
د پاکستان نګران وزیراعظم وایي هېواد یې په دې کې دلچسپي نه لري چې ټي ټي پي له افغان طالبانو سره اړیکې لري که یې نه لري، خو وایي د دوی دلچسپي له دې سره ده چې ټي ټي پي یا بله وسلواله ډله د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف ونه کاروي:
"اوس د دوی [طالبانو] یو ذمه داره حکومت- چې غواړي په رسمیت وپېژندل شي او په ټوله دنیا کې وپېژندل شي- نو دا څه ذمه دارۍ هم لري، دې ته په کتو که دوی [ټي ټي پي او افغان طالبان] څه اړیکې لري یا یې نه لري، که د دوی پر خاوره دي او بل چاته تاوان رسوي نو د هغه تاوان په هکله به ذمه داره".
د انور الحق کاکړ دغه مرکه په داسې وخت خپره شوې چې په پاکستان کې عمومي پارلماني انتخابات شوي او په څو ورځو کې به یو نوي منتخب حکومت ته واک په رسمي توګه وسپارل شي.
نګران وزیراعظم وایي تمه لري چې په پاکستان کې نوی منتخب حکومت به د طالبانو له حکومت سره خبرې اترې پیل کړي او د اړیکو په ښه کولو به رول تر سره کړي.
Forum