لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا او بلوچستان کې د انتخاباتو د نتیجو ځنډیدو پر ضد سیاسي ګوندونو احتجاجونه کړي


په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه د ترسره شوؤ عامو انتخاباتو نتیجې که څه هم تراوسه پوري را رواني دي خو د ټاکنو د نتيجو د ځنډېدو له امله یو شمېر سیاسي ګوندونه د ټاکنو پر کمېسیون نیوکې کوي او د دوى په ضد یې احتجاجونه پيل کړې دي.

مرکزي نګران حکومت دریځ وړاندې کړی چې انتخابات په صفا سوتره ډول شوي که د موبایل فون خدمات ځنډول شوي وؤ نو دا په دې معنا نه دي چې ګنې کوم ګوند سره ټګي شوې ده.

د انتخاباتو د نتیجو پرضد د خېبر پښتونخوا شانګله سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف پلویانو احتجاج کړی چې ددغه احتجاج په مهال د پولیسو اؤ مظاهرینو تر منځ نښته کې دوه کسان وژل شوي اؤ پولیس دعوه کړې ده چې څلور پولیس عسکر هم وژل شوي دي.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې هم د کمشنر د سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل پارټۍ، جمعیت علما اسلام(ف) بي این پي مېنګل، ھزارہ ډیموکرېټک، پاکستان تحریک انصاف ګوند، نېشنل ګوند ، مشرتابه او غړو د جمعې په ورځ احتجاجونه کړي دي.

احتجاج کوونکو سیاسي فعالینو اؤ مشرانو د عمومي ټاکنو د نتیجو او په ھغې کې د مبینه بدلون تور تورونه ولګول اؤ غوښتنه یې وکړه چې د انتخاباتو بشپړه نتیجې دې زر تر زره مخې ته راوړل شي.

عبدالخالق هزاره

د هزاره ډیموکریټک پارټۍ مشراؤ د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ حلقه ۴۲ کاندید عبدالخالق هزاره احتجاجي غونډې ته خپله وینا کې ویلي چې هغه تشویش لري چې د ریټرننګ افسر یا ار او ډله د انتخاباتو نتیجو کې درغلي کوي.

د هغه وینا وه ، دوي په درغلۍ کې ککړ دي زما په مقابل کې پر د یو بل کانديد مرسته کوي، تکل کوي چې دلته په ده باندې سېټ واخلي ، خو خلګ به د دې اجازه ور نه کړي.

د اړونده حلقې ار او لا دغه تورونو ته ځواب نه دی ویلی.

سياسي ګوندونه تور لګوى چې يو شواروز تېر شو خو تر اوسه پوري د حکومت له لوري تفصيلي نتيجې مخې ته نه دي اؤ دا ځنډ ښیي چې د نتیجو د بدلولو هڅه روانه ده.

مېر عثمان پر کانۍ

جمعیت علما اسلام(ف) یو کاندید میر عثمان پرکانی وایي د صوبایي اسمبلۍ حلقه 45 کوټه 8 نه دده نتیجه تر اوسه ځنډول شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "یو کاندید 571 راې ترلاسه کړې دي، زما ووټونه په زرګونو کې دي، زه حېران يم چې تاسو څنګه هغه راولئ زما حق دى، چې چا ګټلې ده، هغه ته دې ورکول شي"

عوامي نیشنل ګوند هم د جمعې په ورځ دکوټې چمن لویه لاره د احتجاج په توګه تړلې وه، دوى هم په ټول ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګول.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي په الیکشن کې د ناکامه شوؤ کاندیدانو څخه غوښتنه کړې ده چې د بریالیو کاندیدانو بریالیتوب باید ومني.

پخپل یو بیان کې جان اڅکزي ویلي دي چې ټول کاندیدان باید د جمهوري مینیډیټ درناوی وکړي اؤ د خپلو اندېښنو د حل لپاره دې قانوني لاره خپله کړي.

د جان اڅکزي په وینا، د سړکونو بندول یوازې د عامو خلکو ستونزې زیاتوي د امبولانسونو اؤ مخه نیسي.

هغه ویلي کوم خلک چې قانون پخپل لاس کې اخلي ، دهغوي پرضد به سخت ګامونه واخستل شي.

دپاکستان الیکشن کمیشن ویلي که د انتخاباتو پر مهال د موبایل فون خدمات نه وؤ ځنډول شوي نو د انتخاباتو نتیجې به د ځنډ سره نه مخ کېدلی.

د جمعې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي نګران وزیر مرتضا سولنګي اؤ د کورنیو چارو نګران وزیر ګوهر تاج هم اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال دا تورونه رد کړي دي چې ګنې انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

دغو دواړو نګران وزیرانو ویلي انتخابات په صفا سوتره ډول شوي ځکه پکې ازاد کاندیدان په دومره لویه شمیره کې بریالي شوي دي اؤ د موبایل فون د خدماتو ځنډیدل یوازې د امنیتي اندېښنو له امله وؤ چې دې ته باید څوک انتخاباتو کې د درغلۍ نوم ور نه کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG