د پاکستان د مشهور مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم د ملک د نورو ګڼ شمېر ګوندونو غوندې تور پورې کړ، چې په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي او وایي اسمبلۍ ته به له "تحفظاتو" سره ځي.
د شورو- چارشنبې په مازدیګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې مولانا فضل الرحمان وویل، ګوند یې فیصله کړې ده چې د حکومت برخه به نه جوړېږي او په قومي اسمبلۍ کې به د اپوزیشن کردار تر سره کوي.
د غیرحتمي نتیجو له مخې جمعیت علماء اسلام تر اوسه پورې د قومي اسمبلۍ شپږ څوکۍ ګټلې دي، د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ 11 او د پښتونخوا اسمبلۍ اووه څوکۍ یې ګټلې دي.
د انتخاباتو د نتیجو له مخې مولانا فضل الرحمان په خپله سیمه ډېره اسماعیل خان کې د قومي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله خو د بلوچستان په پښین سیمه کې یې څوکۍ وګټله.
په خبري غونډه کې یو خبریال ترې وپوښتل که تاسې وایئ په انتخابات کې درغلي شوې نو آیا اخلاقاً به د پښین څوکۍ پرېږدئ، مولانا فضل الرحمان یې په جواب کې وویل:
"زما خبرې د یوې یا دوو څوکیو په اړه نه دي، زه په مجموعي توګه د ټول ملک د انتخاباتو په اړه خبره کوم".
مولانا فضل الرحمان د انتخاباتو نتیجې رد کړې او ویې ویل چې په انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ ذمه وار د پاکستان د انتخاباتو کمیشن دی. هغه تور پورې کړ چې د انتخاباتو د کمیشن کردار له لومړۍ ورځې "مشکوک اوسېدلی".
د پاکستان د انتخاباتو کمیشن دعوه کړې چې انتخابات په شفاف او ازاده توګه تر سره شوي او د درغلۍ تورونه یې رد کړي دي، د پاکستان د پوځ مشر هم په یو بیان کې نګران حکومت، د انتخاباتو کمیشن او د پاکستان ولس ته مبارکي ورکړې او انتخابات یې کامیاب او ازاد ګڼلي دي.
د مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا مليعوامي ګوند او ځینو نورو ګوندونو په ګډون جمعیت علماء اسلام ګوند د 2018م کال په انتخاباتو کې هم د درغلۍ تور پورې کړی وو او ویلي یې وو چې د پاکستان پوځ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، خو پوځ دا تورونه رد کړي وو.
مولانا فضل الرحمان خبري غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا پر ایسټېبلشمنټ تنقید وکړ او ویې ویل "که ایسټېبلشمنټ فکر کوي چې انتخابات شفاف وو نو بیا د دې معنا دا ده چې د پوځ د نهم مې بیانیه تر خاورو لاندې شوې ده او قوم لکه چې بیا غدارانو ته مېنډېټ [اختیار] ورکړی دی".
مولانا وایي ایسټېبلشمنټ که په سیاست کې له "لاسوهنې" لاس واخلي، ګوند یې ورسره چلېدای شي.
پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له ازادو امیدوارانو وروسته د قومي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې 75 څوکۍ ګټلې دي او وایي حکومت به جوړوي، د دې لپاره یې شهباز شریف د وزیراعظمۍ لپاره هم نومولی دی، خو د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف ته بلنه ورکړه چې په اپوزیشن کې ورسره ملګری شي.
د تحریک انصاف ګوند ملاتړو ازادو امیدوارانو تر اوسه د راغلیو غیرحتمي نتیجو له مخې د قومي اسمبلۍ 93 څوکۍ ګټلې دي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې د حکومت په جوړولو کې به بریالي شي که نه. مولانا فضل الرحمان له پي ټي ای سره په اپوزیشن کې د اتحاد په اړه وویل:
"له پي ټي ای سره زموږ اختلافات راغلي دي هغه له چا پټ نه دي، مګر اېوان خو د ټولو شریک وي، موږ د هغوی له بدنونو سره هیڅ جګړه نه لرو، د هغوی له دماغونو سره مو جګړه ده، هغه به حل شي".
د پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علماء اسلام، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ، هزاره ډیموکرېټک ګوند او نور بلوڅ ملتپال ګوندونه تور لګوي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې او نتایج بدل کړی شوي دي او له دې کبله د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مسلسل احتجاجونه روان دي.
یورپي اتحاد، برتانیې او امریکې هم د پاکستان د انتخاباتو په نتیجو کې د درغلو د تورونو پلټنه غوښتې او ملګري ملتونو د پاکستان له نګران حکومت او سیاستوالو غوښتي چې مسئلې له قانوني لارې حل کړي، خو د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د درغلو د تورونو په اړه د امریکې او نورو هېوادونو اندېښنې رد کړې دي.
Forum