پاکستان کې د اتمې فرورۍ وروسته په مرکز او صوبو کې د نوو حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ويلي، په مرکز کې د حکومت جوړولو د مشورو دپاره ټاکل شوو کميټيانو یې لیدلي او په مسلو غږېدلي دي.
پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند دواړو ويلي، د استازو غونډه یې شوې، او په دې یې اتفاق کړی دی چې يو مستحکم جمهوري حکومت د وخت ضرورت دی، د دې دپاره چې ملک د ورپېښو معاشي، سياسي، امنيتي او ترهرګرۍ په څېر چېلنجونو نه رابهر کړي، ولس د ګرانۍ، بې روزګارۍ او عدم تحفظ څخه خلاص کړي.
ويل شوي، دواړو خواو خپل خپل وړانديزونه کړي او ټاکل شوې چې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ به بيا کښېني، او هم خیاله سياسي ګوندونو سره د مشورو وروسته به معاملاتو ته حتمي شکل ورکوي.
د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه، د قومي اسمبلۍ په 266 کې په 264 ترسره شوو انتخاباتو کې 101 څوکۍ ازادو امېدوارانو (چې زياتره تحریک انصاف پلوه دي)، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، او پاتې بيا نورو ګوندونو ګټلي دي.
د تحریک انصاف امېدوارانو په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې، د پي ټي آی وياند روف حسن د نهې/ سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه، د قومي اسمبلۍ 180 څوکۍ یې ګټلي او په مرکز کې به حکومت جوړوي.
او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي وو د وزیراعظم په ټاکنه کې به د مسلم ليګ ن امېدوار ته ووټ ورکوي او زياته کړې یې ده، د مسلم ليګ ن ګوند سره اکثريت نشته خو پي ټي آی ویلي چې د پيپلز ګوند سره خبرې نه کوي.
د پي ټي آی مشر بېرسټر ګوهر علي خان ویلي وو، عمران خان ورته لارښوونه کړې چې د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم نه علاوه د نورو ګوندونو سره د حکومت جوړولو دپاره رابطې وکړي.
مسلم ليګ ن ګوند د وزيراعظم دپاره شهباز شريف نومولی او ويلي يې وو، د پيپلز ګوند او اېم کيو اېم ګوند ترڅنګ د جمعيت علمای اسلام ګوند سره هم د حکومت جوړولو دپاره رابطې کوي.
خو د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم پرون مازيګر د ملک د نورو ګڼ شمېر ګوندونو غوندې تور پورې کړی، چې په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي او وایي اسمبلۍ ته به له "تحفظاتو" سره ځي.
په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې مولانا فضل الرحمان ويلي، ګوند یې فیصله کړې ده چې د حکومت برخه به نه جوړېږي او په قومي اسمبلۍ کې به د اپوزیشن کردار تر سره کوي.
د نهې/ سه شنبې په ماسخوتن د پيپلز ګوند اصف علي زرداري او د مسلم لیګ (ن) شهباز شريف په لاهور کې د اېم کیو اېم د مشرانو سره په ګډه خبریالانو ته ويلي وو چې حکومت به دوی جوړوي. ښاغلي زرداري د خبرو په سر کې وويل،
"مونږ فېصله کړې چې په ګډه به حکومت جوړوو. او که د خدای رضا وه نو پاکستان به د مشکل نه وباسي".
Forum