لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو په تور د تحریک انصاف او اکثرو ملتپالو ګوندونو د احتجاجونو لړۍ دوام لري


د پاکستان د اتمې فرورۍ په عمومي انتخاباتو د اعتراضو او په نتیجو کې د ممکنه بدلون خلاف د احتجاجونو لړۍ دوام لري او نن یوې خواته تحریک انصاف ګوند په ټول هېواد کې سترې احتجاجي مظاهرې کړې دي او بلې خواته په بلوچستان کې هم د اکثرو ملتپالو ګوندونو احتجاجونه له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دوام لري.

خو پاکستان په حکومتي کچه د انتخاباتو کول یو کامیاب ګام بللی.

د تحريک انصاف لخوا د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي چوکي دپاره نومول شوي علي امين ګنډا پور د پېښور احتجاجي جلسي ګډون والو ته خپله وينا کې تور پورې کړی چې د ملک په مختلفو انتخابي حلقو کې د پي ټي آی کاندیدانو په نتيجو کې درغلۍ شوې دي خو هغه وايي خپل حق به لومړی په منت غواړي او که بیا ونشي نو په زور به یې غواړي.

"بدل به مونږ نه اخلو مونږ به اصلاح کوو، اصلاح ضروري ده، دا زمونږ دپاره ضروري ده، زمونږ د بچو دپاره ضروري ده انشاالله۔ انشاالله مونږ پښتانه خلک يو مونږ په پښتو پوهيږو مونږ په عزت پوهيږو، مونږ حق په منت غواړو په خواست غواړو او که بيا نه ميلاويږي په زور يې غواړو."

هغه زیاته کړه، په ورستيو دوو کلونو کې له تحريک انصاف سره د رياست لخوا ډيري ناانصافي شويدي خو د قانون له مخې به د هغي حساب کتاب کوي.

په احتجاج کې د پي ټي آی د ښځو کارکونکو هم ګډون کړی او ویلي یې دي چې د ملک د نورو برخو په څېر په پېښور کې هم د تحریک انصاف د انتخاباتي امیدوارانو حق غلا شوی.

د صوبائي اسمبلي پخوانۍ غړې عائشه بانو وايي،

"د نهو اميدوارانو، صرف زمونږ پيښور والا د هغوي د مينډېټ غلا شويده تاسو سوچ وکړئ فارم پنځه څلويښتم زمونږ سره ثبوت شته دي څو څو ځله پريس کانفرنس مونږ وکړو."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون نور لوی سیاسي ګوندونه هم په اتمه فرورۍ شویو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي خو د انتخاباتو کمیشن او نګران حکومت دغه تورونه رد کړې دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی دی چې د احتجاج سره سره به دوي ټولټاکنو کې د شویو ښکاره درغلیو پرضد قانوني او اییني لارې هم خپلوي.

پخواني صوبائي وزير کامران بنګش وویل،

"مونږ د عدالتونو دروازي هم ډبوو او ورسره سره خپل عوامي جهدو جهد جاري ساتو، يو د اوولس ګريډ يا د اتلس ګريډ افسر هغه د عوامو په زرګونو ووټونه په خپل يو دستخط نشي رد کولی نو مونږ به د دي خلاف هر حد ته ځو او انشاالله دا به د قانون کټهري ته راولو"

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان له تحريک انصاف نه پرته جميعت علمای اسلام، عوامي نيشنل پارټۍ او نورو سياسي ګوندونو د اتمي فروري ټاکني له ټګيو ډکې بللي خو له پي ټي‌ اې پرته تر اوسه پورې بل کوم سیاسي ګوند داسې احتجاجونه نه دي کړي.‌

خو د يادو ګوندونو مشرانو د خبري غونډو له لاري په اليکشن کميشن او نورو رياستي ادارو عمومي ټاکنو کې په ښکاره د لاس وهني تورونه لګولي.

دغه ډول تحریک انصاف ګوند نن د خالي یا شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د انتخاباتو د نتیجو پر خلاف احتجاجونه کړي.

د ټاکنو په پایلو د بلوچستان احتجاجي پرلت او غونډه

د پېښور او اسلام اباد سربېره د پاکستان په نارامه بلوچستان صوبه کې هم سیاسي ګوندونه د تېرو نهو ورځو راهیسې احتجاجونه کوي او په انتخابي نتیجو کې د مداخله کونکو پرضد د ګامونو د اخېستلو غوښتنه کوي.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د څلورو سیاسي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، بي این پي،‌ نشنل پارټۍ او هزاره ډیموکرېټېک ګوند د کمېشنر د دفتر مخې ته له نهه ورځني پرلت وروسته یوه لویه غونډه کړې.‌

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان آڅکزي غونډې ته وويل دوی هر وخت د جمهوريت ملګري دي.

"د پالېمان لومړى قراداد بايد دا وي، چې د پاکستان په سياست کې د پوځ رول د هر کله له پاره ختم کړي، کمزوره پارلېمان د دوى ضرورت دى، په آیني ډول باندى د هرې ګناه علاج پارلمان کوي."

سياسي مشرانو خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو د نتيجو بدلول به د هيواد پاره ډير لوی ناورین رامنځ ته کړي چې بيا به يې مخنیوى ډېر ګران وي.

د نشنل ګوند مش ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل،

"د بلوچستان وخلکو ته د ووټ حق ورکړې چې موږ ټولنيز بدلون راولو، که چېري وموږ ته د ووټ حق نه راکوى دا به له موږ څخه په زوره د سياسي جدو جهد ذریعه واخلي."

د پاکستان په انتخاباتو باندې بهرنیو څارونکو هم نیوکې کړي خو خارجه دفتر ویلي چې ټاکنې يې کورنۍ خبره ده.

د کوټې احتجاجي غونډې ته د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل وویل په انتخاباتو کې لاس وهونکو ته سزا پکار ده.

د بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل وویل،

"چې د چا په لاسونو باندي اد نتخاباتو نتيجې دوى ترتيب کړي، هغو ټولو ته سزا وکولی شي، زما فکر سره هغو ټولو ته د اساسي قانون د شپږمې مادې لاندى سزا ورکول کېدای شي

د چمن په احتجاج کې پر اليکشن کميشن چاﺭواکو باندې په حلقه 51 کې د دﺭغلۍ کولو توﺭونه لګېدلي

دغه احتجاج ته د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي په خپله وينا کې وويل پې موﺯ د فاﺭم 45 په مطابق نتيجې غواړو، کوم کانديد چې بريالی اعلان شوی دی هغه ټول ټاکنو د عمل سره وړتيا نه لري.

"مونږ نن پر احتجاج ناست یو د فاﺭم45 مطابق نتيجې غواړو د هغه پولنګ څخه وماته پشتونخوا ګوند او جميعت او مظلوم ولسې غوﺭځنګ ته45 فاﺭم باندې نتيجه وﺭکړل شوې ده. ﺯموﺯ دا يوه نتيجه ده خو دلته په دفتر کې بله نتيجه ده شپز پولنګ سټيشنانو باندې خو دلته د شپې ټاپې وهل شوې دې او پولنګ افسران د شپې ﺭا وبلل شول بيا نوﺭ فاﺭم 45 ډک کړل شول ﺯموﺯ يواﺯینې غوښتنه داده څې د فاﺭم په مطابق دې نتيجې ﺭاکړي."

د پاکستان اليکشن کميشن د بلوچستان مشر په صوبه کې د دﺭغلیو توﺭونه ﺭدوي.

د الېکشن کمېشن صوبايي مشر فرید افریدي په خپل یو بیان کې ویلي،

بلوچستان کې حلقې ډيري پر ليرې فاصلو باندې دي. نتيجې په ځنډ ﺭاځي، کومه نتيجه ﺭاشې دوی اعلان کړي او د اليکشن کميشن د قانون لاندې بريالې کانديد ته د ګټلو سند وﺭکوې خو هغه په بلوچستان کې په ﺭوانو احتجاجونو باندې څه نه دي ویلي.‌

مېډیا، د بشري حقونو ډلو او سیاسي ګوندونو د اتمې فبرورۍ ټاکنې د وړاندې نه لانجمنې بللې وې.

څېړونکي او د بلوچستان او خېبر پښتونخوا سیاسي مشران تور پورې کوي چې په دواړو صوبو کې په ټاکنو کې په لویه کچه لاسوهنه شوې.

خو حکومت وايي، هر څوک چې د انتخاباتو پر نتيجو باندى اعتراض لري، د هغو لپاره د هايي کورټ د عدالتي ټربېنل پرانستل شوی دى نو هلته دې درخواست ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG