لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ لو: پاکستاني مشرانو ته د ۲۰۲۴م کال په انتخاباتو کې د امېدوارانو او ګوندونو  د رجسټر کولو موقع په لاس نه ده ورغلې


د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو به نن د امریکایي ایوان( ولسي جرګې) د بهرنیو چارو ذیلي کمیټې ته وړاندې شي او په پاکستان کې به د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په اتمه د ترسره شوؤ عامو انتخاباتو په اړه خپل بیان کمېټۍ ته وړاندې کړي.

د امریکا د استازو د مجلس کمیټې ته د ډونلډ لو له خوا وړاندې شوي بیان کې ویل شوي چې تر عامو انتخاباتو مخکې د تاوتریخوالي پیښې، په پولیسو، سیاستوالو او سیاسي غونډو ترهګریز بریدونه شوي دي.

خبریالان په ځانکړي ډول ښځې د سیاسي ګوندونو پلویانو ځورولي دي.

امریکایي چارواکي ویلي یو شمیر سیاسي مشرانو خپل ځانګړي امیدواران اؤ ګوندونه رجسټر نه کړی شول، د انتخابات د څار یو تنظیم ویلي هغوي د رایو مرکزونو ته نه دي پېښودل شوي اؤ د هایکورټ د حکم باوجود د انتخاباتو په ورځ د انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ.

د امریکایي ایوان د خارجه چارو کمیتې د منځني ختیځ، افریقې اؤ منځنۍ اسیا په اړه خپلې ذیلي کمیټې ته پاکستان کې د جمهوریت د مستقبل په اړه د کېدونکې اورېدنې ذمه واري سپارلې ده.

نن کېدونکې اورېدنه کې به په اتمه فرورۍ د شوؤ انتخاباتو نه وروسته د پاکستان اؤ امریکې په اړیکو هم غور کولی شي.

د جنوبي او منځني اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو به د اوریدنې یوازینی ګواه وي.

د سایفر په شخړه کې د ډونلډ لو په مبېنه توګه د ککړتیا له امله د هغه ګواهي زیات ارزښت لري.

د تحریک انصاف باني عمران خان تور لګولی چې چې ډونالډ لو د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په واشنګټن کې د پاکستان د هغه وخت سفیر اسد مجید خان سره د لیدنې پر مهال د تحریک انصاف د حکومت د بې ثباته کولو ګواښ کړی و.

د پاکستاني اؤ امریکایي صحافیانو لخوا دا مسله وخت په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبري کنفرانسونو پر مهال راپورته شوې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تل دغه تورونه بې اساسه بولي.

اورېدنه کې د ډونلډ لو د شریکولو پرېکړه د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې دا هېله څرګندوي چې هغوي د خپل دریځ د سپیناوي په کولو سره دا شخړه هوارول غواړي.

د امریکې د ټیکساس ایالت د هیوسټن سیمې نه د پي‌ ټي آي امریکې څانګې نه خپور شوي بیان کې دعوه شوې ده چې د پاکستاني نژاده امریکایانو د پرله پسې هڅو له امله په دې معامله کانګریس کې د اورېدنې اعلان مخې ته راغلی دی اؤ وایي دې اورېدنې ته زیات انتظار کېدو.

تمه کیږي چې اورېدنه کې به د ډيموکریټک اؤ ري پبلکن دواړو خواؤ قانون سازان په ګڼ شمیر کې برخه واخلي.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې وه چې د کانګرس د پینل مخې ته د مرستیال وزیر ډونلډ لو وړاندې کېدل اؤ بیان ورکول یو عادي کار دی او دا د کانګریس باخبره ساتلو لپاره د امریکایي چارواکو د باقاعده ماموریت برخه ده.

کله چې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متهیو میلر نه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ټاکل شوي اوریدنې په اړه پوښتنه شوې وه ، هغه یې ځواب کې ویلي وؤ چې کله هم د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي کانګرس ته وړاندې کیږي، موږ د کانګرس سره د پالیسي جوړونې او تحلیلي کارونو کې مرسته کول د خپل ماموریت یوه مهمه برخه ګڼو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG