لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د امنیت ټینګولو لپاره د ایپکس کمېټۍ غونډه کې د ګډ هدفي ځواک جوړولو پرېکړه شوې


د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په مشرۍ ترسره شوې د ایپکس کمیټۍ غونډه کې حکومتي اؤ عسکري مشرتابه صوبه کې د امن ټینګولو اؤ نورو جرمونو مخنیوي لپاره د ټولو اړونده قانون پځای کوونکو ادارو د یو ګډ هدفي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده.

د نهې په ورځ د ایپکس کمیټې د ترسره شوې غونډې نه وروسته په یوه سرکاري اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د اختیاراتو پراخولو پرېکړه هم شوې ده.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼ شمیر امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

صوبه کې د امنیت ټینګولو په موخه د لوړې کچې په راجوړه شوې دې غونډه کې د حکومتي اؤ انتظامي مشرانو تر څنګ د پېښور کور کمانډر لیفټننټ جنرال حسن اظهر حیات،د صوبې د پولیسو مشر،سول اؤ عسکري چارواکو اؤ د اړونده وفاقي ادارو چارواکو هم برخه درلوده.

اعلامیه کې ویل شوي چې غونډه کې حکومتي اؤ پوځي مشرتابه صوبې نه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ټولو غیرقانوني فعالیتونو د ختمولو هوډ څرګند کړو اؤ وي ویل چې صوبې نه به د بهته خورۍ،د پیسو د لېږد د ناقانونه کاروبار،د غیر قانوني وسلو، داسمګلنګ اؤ نورو ناوړه فعالیتونو مخه په سختۍ سره نیولی شي.

اعلامیه وایي غونډه کې صوبې نه د ناقانونه فعالیتونو د نوغي ویستلو لپاره په دې خبره ټینګار وشو چې باید د مرکزي اپیکس کمیټې غونډه هم پېښور کې وکړل شي تر څو وفاق سره د تړلو ستونزو د هواري یوه غوره لاره راوویستل شي.

د اعلامیې له مخې ،غونډه کې دره ادم کې د ځایي وسلو د جوړولو کاروبار ته د باضابطه صنعت د درجې په ورکولو هم غور اؤ بحث شوی دی.

دره ادم خیل د پېښور اؤ کوهاټ تر منځ پرته هغه پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه ده چې د لسیزو راهسې پکې په ځایي کچه د وسله جوړولو اؤ پلورلو کاروبار روان دی اؤ دا په ایشیا کې د ځایي وسلو یو ستر مارکیټ ګڼل کیږي

غونډې ته ویل شوي چې د صوبې څخه تر دریوؤ لکو زیات ناقانونه کډوال پخپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي اؤ راتلونکي پړاؤ کې د افغان سیټزن کارډ لرونکو د په ګوته کولو عمل روان دی.

غونډې ته ویل شوي چې صوبه کې تر اوسه د 3571 نه د زیاتو دیني مدرسو رجسټریشن شوی دی اؤ د 90 لکو نه زیات غیر قانوني د موبایل سیمونه بلاک کړل شوي دي.

همدا شان ویل شوي چې د حوالې هنډۍ په ضد عملیاتو کې 1.93 اربه روپۍ ضبط کړل شوې دي.

غونډې ته خپله وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې صوبه کې د امنیت د وضعیت ښه کولو لپاره د سول اؤ عسکري ادارو ترمنځ مربوطو تماسونو اؤ د ټیم په توګه ګډ کار ته ضرورت دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG