لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ د مجرم پېژندل کېدو فیصلې، د امریکې سیاسي ماحول کې تقسیم راوستی دی


د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نیویارک په یو عدالت کې په ۳۴ الزامونو باندې د امریکا د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د مجرم پېژندل کېدو تاریخي فیصلې، د سیاستمدارانو پراخ او فوري غبرګونونه راپارولي دي.

د ټرمپ د انتخابي رقیب او د ډېموکرېټ صدارتي امېدوار جو بایډن کمپېن ویلي چې د یو پخواني صدر د مجرم پېژندلو په برخه کې د نیویارک جیوري/منصفه پلاوي فیصلې وښوده چې هېڅوک د قانون نه پورته ندی.

د بایډن-هېرس کمپېن په یو بیان کې ویلي: «ډونالډ ټرمپ همېشه په غلطه دا باور لرلو چې هغه به هېڅکله د خپلو شخصي مفاداتو دپاره د قانون ماتولو د نتیجو سره مخ نشي. خو د نن ورځې فیصله دا حقیقت نه بدلوي چې امریکاییان د یو ساده حقیقت سره مخ دي. صدارت ته د ټرمپ د بیا رسېدو د مخنیوي دپاره صرف و صرف یوه لاره موجوده ده او هغه د رایو د باکسونو په ذریعه ده.»

د ټرمپ کمپېن په یو بیان کې دعوه کړې ده چې د ملک په یوې زیاته لېبراله/آزادخیاله سیمه (نیویارک) کې ټرمپ د یوې منصفانه مقدمې نه محرومه کړی شوی دی.

په ټرمپ باندې د لګېدلو الزاماتو د تایید پاڼه یا د مجرم ګڼلو پاڼه
په ټرمپ باندې د لګېدلو الزاماتو د تایید پاڼه یا د مجرم ګڼلو پاڼه

ټرمپ پخپله یو بیان کې وویل: «دا یوه رسوائي وه. دا د یو متضاد جج لخوا چې کرپټ/فاسد دی، دا یوه جعلي یوه شرمناکه مقدمه ده. هغو مونږ ته موقع رانکړه چې د عدالت ځای بدل کړو. مونږ په دې ضلعې، په دې علاقې کې ۵فیصدي یا ۶فیصدي [مقبولیت] درلود. دا یوه جعلي، شرمناکه مقدمه وه.»

د اېوان نمایندګان سپیکر مایک جانسن، چې په کانګرس کې ترټولو جګپوړی رېپبلېکن دی، په یو بیان کې ویلي: «نن د امریکا په تاریخ کې یوه شرمناکه ورځ ده. ډېموکرېټانو چې د حزب اختلاف مشر په مضحکه خېزو الزاماتو، هغه هم د یو سزایافته مجرم په ګواهۍ باندې لکه څنګه چې پېشګويي کېدله، مجرم وګرځولو او ورته یې د خوشحالۍ نعرې وکړې. دا یوه مکمله سیاسي کاروایي وه، کومه قانوني کاروایي نه وه.»

نیویارک کې د عدالت مخې ته راټول شوي خلک، پس د هغه چې منصفه ډلې ډونالډ ټرمپ په ۳۴ الزامونو کې مجرم وګرځولو
نیویارک کې د عدالت مخې ته راټول شوي خلک، پس د هغه چې منصفه ډلې ډونالډ ټرمپ په ۳۴ الزامونو کې مجرم وګرځولو

د نظام قوت

د امریکا په کانګرس کې ډېموکرېټانو ویلي چې د ټرمپ په اړه د جیوري/منصفه پلاوي فیصلې، د امریکا د عدالتي نظام قوت ثبوت کړ.

ډېموکرېټ سنېټر، شېلډن وایټهاوس، چې سنېټ کې د عدالتونو د سب-کميټې مشر دی، وایي: «یو وګړی چې په ۲۴ جرمي الزامونو باندې مجرم پېژندل شوی دی او زمونږ د قانون حکمرانۍ ته هېڅ قسمه احترام نه ساتي، د نړۍ تر ټولو عظیم ملک مشرتابه دپاره مناسب ندی. دا صرف په ایماندارو عدالتونو کې مخې ته راځي چې پخوانی صدر نشي کولی خپل ځان د لانجو نه خلاصولو دپاره دروغ ووایي او بدمعاشي وکړي. امریکایيان په ښه دلیل سره په جیوریز یا منصفه ډلو باندې اعتبار لري.»

د زیارت ورځې په فیصلې سره، ټرمپ د یو پخواني صدر په حیث د امریکا په تاریخ کې وړومبنی کس شو چې په یو جرمي قضیه کې مجرم وپېژندل شو. خو دا فیصله د ټرمپ مخه نشي نیولی چې بیا د صدارت عهدې ته ورسیږي، او د دې فیصلې په ضد د اپیلونو اوږده پروسه مخې ته پرته ده.

د یونیورسېټي آف وېرجینیا په مېلر سېنټر کې د شفاهي صدارتي تاریخ د پروګرام یوې مشرې باربرا پېري وي او اې ته وویل چې که چېرته د ټرمپ اپیلونه ناکامه شي، نو بیا به ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د یو پخوانی صدر په حیث یو بل مثال هم قایم کړي.

باربرا پېري وویل: «داسې یې که وګڼئ چې د مجرم پېژندل کېدو دغه فیصله آن د نوامبر تر پېنځمې هم پرځای پاته شوه، کوم چې د آینده صدارتي انتخاباتو ورځ ده. نو که چېرته د هغه د اوسېدو ځایځایګی فلوریډا پاته شي، داسې یو ریاست کې چې مجرم پېژندل شوی کس د ووټ ورکولو حق نه لري، نو هغه (ټرمپ) به حقیقت کې حتی ځان ته د ووټ ورکولو حق هم ونلري. بغیر د دې چې دا کار به بې مثاله وي، بله عجیبه خبره یې دا ده چې هغه (ټرمپ) او زیاتو رېپبلېکنانو په دې وروستیو کلونو کې خاص کوشش کړی چې ووټونه وچقوي.»

که چيرته د ټرمپ د مجرم ګرځول کېدو فیصله محفوظه پاته شي، نو دا امکان یې شته چې ټرمپ ته د جېل تللو سزا واورول شي او یا هم پخپل کور کې نظربند کړی شي.

نیویارک کي د عدالت مخي ته د ډونالډ ټرمپ پلویان هم راغونډ شوي و
نیویارک کي د عدالت مخي ته د ډونالډ ټرمپ پلویان هم راغونډ شوي و

رېپبلېکن سنېټر لېندسي ګراهم په یو بیان کې د ټرمپ په عدالتي پروسې چې نتیجه یې د هغه مجرم ګرځول و، تنقید کړی دی.

سنېټر ګراهم ویلي: «یو سیاسي نوکر سرکاري وکیل د ملک په کچه یو تر ټولو زیات لېبرال عدالتي ځای کې الزامات جوړ کړل. یو ناګواره او متعصبه جج، چې په کار وه نااهله کړی شي، په داسې طریقې سره مقدمه وچلوله چې د ډونالډ ټرمپ مجرم ګرځول یقیني کړي. یو داسې جیوري ډله چې د امریکا د یوې تر ټولو لېبرالې سیمې نه راغونډ کړی شوي و.»

باربرا پېري د رېپبلېکنانو دا دعوې چې ګني د ټرمپ مقدمه یو سازش و، نه مني.

مېرمن پېري وي او اې ته وویل: «اکثره واقعبینه څارونکي به دا ووایي چې دا یو ډېر با انصافه جج وو. او آن که هغوی فکر کړی چې دا جج بې انصافه و، آیا دوی فکر کولو چې دا ټول دوولس (۱۲) جیوري بې انصافه وو؟ هغوی فکر کولو چې دا ټول ګوندي (د سیاسي ډلې) کسان و؟ ټول دغه دوولس منصفان/جیوریز په دې مقدمه کې د دواړو اړخونو له لوري منظور کړی شوي وو، او دا چې ګني زمونږ ټول عدالتي نظام یو سازش دی، زه به ووایم چې دا خبره قریب د غدارۍ سره نږدې ده.»

د وایټ هاوس کونسل ترجمان ایان سامز ویلي: «مونږ د قانون د حکمرانۍ احترام کوو، او نور اضافي تبصره نلرو.»

وایټ هاوس تر اوسه د وي او اې دغې پوښتنې ته چې د فیصلې نه پس د کوم خطرناکه حالت دپاره یې څه آمادګي نیولې ده او که نه، څه جواب ندی ورکړی.

ټرمپ په فلوریډا، جیورجیا او واشنګټن کې هم د ځیني نورو مقدمو سره مخ دی، خو هغه د نیویارک د دې قضیې سره تعلق نلري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG