لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پېنس: د کال٢٠١٩ په اخر کې به امريکا د تل ابیب څخه سفارتخانه بیت المقدس ته وړي.


Jerusalem
Jerusalem

د امرېکې نایب صدر مایک پېنس ويلي دي د کال٢٠١٩ په اخر کې به خپله سفارتخانه بیت المقدس ته واړوي.

په تل ابيب کې د اسرایلو پارلیمان ته په وینا کې ښاغلي پېنس اوویل د کال په پای کې به د سفارتخانې د وړلو عمل شورو شي.

هغه اوویل:

"بیت المقدس د اسرایلو پایه تخت دی او صدر ټرمپ د باندینو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د تل ابیب څخه د سفارتخانې د وړلو تیارۍ ونيسي"

خو ددې څخه د مخه د امرېکې د باندينو چارو وزير ریکس ټېلرسن ويلي وو د سفارتخانې په وړلو کې به کلنو ولگي.

بلې لوري ته اسرايلي وزیر اعظم نیتن یاهو د پېنس او صدر ټرمپ د اسرایل سره تازه اړيکې ستايلي دي او وايي ددواڼو هېوادونو تر منځه اړېکې داسې کله هم نه وی.
خو د صدر ټرمپ لخوا د یروشلم د پایه تخت په فیصلې په منځني ختيز کې دامرېکې په تگ لاره نيوکې سوا شوي دي.

د فلسطین صدر محمود عباس وايي د سيمې د امن په کوښښونو کې امريکا کیدې شي نور څه کردار او نه لوبوي.
مرستیال صدرد منځني ختيز په خپل سفر کې په یو شمېر دوه اړخیزه موضوعاتو د خبرو اترو نه علاوه نن د گل په ورځ د اسرايلو پارلیمان ته وینا وکړه.

د وایټ هاوس یو اعلا چارواکی ويلي دي ښاغلی پېنس د ایران په تناظر کې د اسرایلو او امرېکې په اړیکو خبری کوي.

د وایټ هاوس چارواکي واي پینس په خپل تقرير کې وریادوي چې د اسرایلو او فلسطينییانو ترمنځه د اوږد مهاله اړيکو په خاطر څه قربانۍ که ورکړې شي نو د امن لاره پرانستې پرته ده.

د پېنس د اسرایلو پارلیمان ته د وینا څخه دمخه د پارلیمان ځيني عرب غړو اوویل دوینا په وخت به پارلیمان ته نه ورځي.

خو ښاغلي نیتن یاهو د پارلیمان د عربو غړو ددغه پرېکړې سره سخت اختلاف ښکاره کړی دی

اسرایلو ته د سفر څخه د مخه ښاغلی پینس اردن ته هم ورغلو چرته چې هغه د صدر عبدالله سره دسيمې په چارو خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG