لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علی محقق نصب د خوشی کولو پریکړه


په افغانستان کی د استیناف محکمی د ښځو د حقوقو د مجلی چلونکی ‏(‎علی محقق نصب ‏)‎ چی د اکتوبر په میاشت کی مذهب ته د سپکاوی په تور بند ی شوی و د خوشی کولو پریکړه کړی . نن په کابل کی محکمی هغه ته د دوه کالو بند سزا شپږو ته را کمه کړه او پاتی موده یی هم ورته وبښله . ښاغلی نصب هغه وخت مذهب ته د سپکاوی په تور بندی شو چی په خپله مجله کی یی د اسلام له نظره د غیر اخلاقی اعمالو په مقابل کی دسزا په ورکولو باندی انتقاد وکړ. محافظه کارو سخت دریځو ملایانو غوښتنه کوله چی هغه ته دی د مرگ سزا ورکړ شی . د نړی بشری او خبری غټو او مهمو ادارو د هغه بندی کیدل وغندل. د محکمی مامورین وایی هغه ته اورول شوی د دوه کالو بند سزا هغه وخت وبښل شوه چی په خپله مجله کی یی د هغه مضمون د لیکلو له کبله معافی وغوښته چی پکی د اسلامی شریعت د هغی برخی په باب پکی پوښتنی شوی وی چی وایی مسلمانان نورو ادیانو ته نشی اوښتلای. په کابل کی د امریکا غږ خبریال وایی ټاکل شوی ده ښاغلی نصب ددی اونی په پای کی د بند نه خوشی شی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG