د امریکا ددفاع وزیر ډانالډرمز فیلډ خبرداری ورکوی چی د افغانستان یا عراق نه په ډیري چټکۍ سره د امریکایی عسکرو را ایستل به په سیمه او نورو ځایونو کی د زیاتو تروریستی حملو سبب شی . ښاغلي رمزفیلډ دا وینا نن کابل ته نژدې د بگرام په هوایی اډه کی امریکایی عسکرو ته وکړه . وروسته هغه بغداد ته لاړ چی هلته هم د امریکایی عسکرو او عراقي مامورینو سره وگوری . په بگرام کی هغه دا تبصره څو ورځي وروسته له هغه وکړه چی پنټاگان اعلان وکړ چی ددې راتلونکي کال په سر کی به تقریبا ٢٥٠٠ عسکر د افغانستان نه را وباسی . ښاغلي رمزفیلډ وویل چی ددغو عسکرو د را ایستلو سره سره واشنگټن دې ته متعهد دی چی تروریستان به له منځه وړی . له بلي خوا نن د غزني په ولایت کی د ائتلافی قواو او افغان پولیسو په یوې گزمې باندی ډزي وشوې چی ورسره ددواړو خواو تر منځ جگړه شروع شوه او په کی دوه یاغیان او یو پولیس ووژل شول .د غزني د ولایت مامورین وایی چی گزمه کونکو عسکرو او پولیسو درې مبارزین هم نیولی دي . د حملې نه وروسته توپک والا وتښتیدل .
1