افغان مامورین وایی مشکوکو یاغی طالبانو د هلمند په ولایت کی پر یوه پوځی کاروان باندی حمله کړی ، څلور عسکر یی وژلی دی او یو بل یی زخمی کړی دی.
دا حمله د پنجشنبی په ورځی پداسی وخت کی وشوه چی افغان عسکرو د گرشک په ولسوالی کی گزمه کوله.
یوه محلی قوماندان (خان محمد خان) وویل عسکرو هم ځوابی ډزی وکړی یو یاغی طالب یی وواژه او پنځه تنه نور یی پکی زخمیان کړل.
د قاری محمد یوسف په نامه یوه سړی چی ځان یی د طالبانو نطاق معرفی کړ وویل د هغوی ډلی دا حمله وکړه.
د پنجشنبی د ورځی سهار وختی د امریکا په مشری اییتلافی قواو د کندهار ولایت ته نږدی یو سر تیری بم چونکی د چاودنی نه مخکی وایشت او ویی واژه.
مامورین وایی دی سړی هغه موټر چی بم پکی ځای په ځای شوی و د افغان او امریکایی قواو پر پوځی کتار ور وست ، بم ونه چاودید خو پدی پیښه کی یو افغان عسکر ټپی شوی د ی. طالبو یاغیانو د افغان حکومت پر خلاف خپلی حملی د هغه هیواد په جنوبی او شرقی برخو کی زیاتی کړی دی. تیر کال دیته ورته حملو کی شپاړس سوه تنه ووژل شول .