لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټاکل شوې پاکستان امریکایی ایف شپاړس ډوله جیټ الوتکي واخلی


د پاکستان کابینې هغه پیشنهاد منظور کړی چی غواړي د امریکا نه ایف شپاړس ډوله جیټ جنگي الوتکي واخلی .

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیخ رشید وایی چی د پاکستان فیډرالي کابینې پرون فیصله وکړه چی دغه امریکایی الوتکي او همدا راز چینایی ایف سي لس ډوله جنگي الوتکي واخلی .

رپوټونه وایی چی پاکستان کولای سی تر ٧٧ پوری امریکایی جیټ الوتکي د تقریبا درې ملیارډ ډالرو په قیمت واخلی .

د پاکستان نظامي مامورین دې ته خوشحال دي چی د هغو زړو امریکایی الوتکو په ځای چی پنځه ویشت کاله پخوا ورکړه شوي وې نوي او عصری الوتکي نیسی.

امریکا په پاکستان باندی د ١٩٩٠ په لسیزه کی د اسلام آباد د ذروی وسلو د پروگرام له کبله د هرډول جنگي الوتکو خرڅلاو بند کړی و.

مگر وروسته یې کله چی پاکستان د امریکا په مشري د تروریزم سره په جگړه کی د امریکا سره همکاری شروع کړه نو اکثره بندیزونه یې چی ورباندی لگولي یې وو لیری کړل .

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG