لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیی خارجه وزیری وویل په لبنان کی د نړیوالو سوله ساتونکو قواو اچول ډیر مهم کار دی


د برتانیی د خارجه چارو وزیری مارگرت بکت پر حزب اله باندی تور ولگاوه چی په منځنی ختیځ کی د اوسنی کړکیچ اور ته لا لمن و هی ، ځکه د لبنان د خاور ینه پر اسراییلو باندی د توغندیو وارونه کوی او تیره اونی یی دوه تنه اسراییلی عسکرهم یرغمل ونیول.د بی بی سی رادیو سره په یوه رادیویی وینا کی میرمن بکت وویل چی غټه ستونزه دا ده چی پدی کی ایران او سوریه د حزب اله ملاتړ کوی .خو تهران او دمشق دا تورونه رد کړی د ی.

بکت وایی د حزب اله پوځی حملی نه د لبنان خلکو ته او نه هم پخپله هغه هیواد ته کومه گټه رسوی .هغی پر لبنان باندی د اسراییلود حملو پر حق او تناسب باند ی د خبرو کولو نه ډه ډه وکړه .میرمن بکت وویل دا سمه خبره نه وه چی حزب اله پر اسراییلو باندی لومړی د توغندیو گوزارونه وکړل.

د برتانیی خارجه وزیری وویل داسی وخت به ضرور راشی چی ددی جنگ اور بند وشی .

هغی وویل په منځنی ختیځ کی د کړکیچ د ارامولو او د تشدد د مخنوی په غرض په لبنان کی د نړیوالو سوله ساتونکو قواو اچول ډیر ضروری او مهم کار گڼل کیږی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG