لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې پر ملى مصالحتي قانون عملدرامد ودرولی دی


دپاکستان سترې محکمې دملي مصالحتي آرډيننس لاندې دماتحت عدالتونو په فيصلو دعملدرآمد ودرولو حکم کړى دى اؤ وئيلي يې دي چې دارډيننس په بابله تر فيصلې راتلو به دعدالتونو په فيصلو عمل درامد نۀ کيږي.
سترې محکمې جانبينو ته نوټسونه جاري کړي دي.
دسترې محکمې درئيس قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې درې کسيزه څانګه دملي مصالحتي آرډيننس په ضد دپينځوؤ ائيني درخواستونو دسماعت دپيل کيدو په مهال ستر قاضي افتخار محمدچوهدري وويل چې دا داهم نويت مقدمه ده نو بيا څنګه دا ټوله تماشه روانه ده؟
لويې څارنوال دې عدالتي معاون مقرر کړي.
سترې محکمې دسماعت په وخت دارډيننس په دفعو دعمل درامد ايسارولو حکم وکړو. دملى مصالحتي ارډيننس په ضد ددرخواست ورکونکي ډاکټر مبشر حسن وکيل دسماعت په مهال پخپلو دلائيلو کې وويل چې ملى مصالحتي ارډيننس ديوې ځانګړې طبقې لپاره جاري کړى شوى دى. چې مقصد يې په سياسى ناړامو دمعافۍ څادر خورول دي.
فاضل عدالت دمقدمې نور سماعت تر دريوؤ اوونيو وځنډولو دسترې محکمې په دې څانګه کې قاضي سردار محمد رضا خان، قاضي محمدنواز عباسي اؤ قاضي ميا شاکرالله جان شامل دي.
ملى مصالحتي ارډيننس مبشر حسن ، روئيداد خان، قاضي حسين احمد، طارق اسد اؤ اسلم خاکي عدالت کې چيلنج کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG