لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې بمي چاؤدنو وروسته وضعه کړکچنه ده


دَ پاکستان کراچۍ ښار کې داتلسم اکتوبر دشوؤ بمي چاؤدنو څخه وروسته نن په دريمه ورځ هم دکراچۍ ښار کې حالات کړکيچن وؤ.
دچارواکو ترمخه په دې پيښه کې خواؤشا 133 کسان وژل شوي او 290 خلک ژوبل شوي دي.
دَ کراچۍ ښار په مختلفو برخو لياري پارک کالونۍ، ماري پور روډ، ملير،صفوراګوټهـ، ګډ اپ اؤ نورو کې حالات تاؤژن وؤ. صفوره ګوټهـ يونيورسټي روډ باندې موسميات، سچل ګوټهـ اؤ نورو سيمو کښې دپاريدلوخلقو لخوا کاڼي وورول شول اؤ پۀ سړکونو ټائرونه وسوزول شول.
دکومو له امله چې خلق په سړکونو د تګ راتګ په لړ کې دسختو ستونزو سره مخ شول.
پر جهانګير سړک پاريدلو خلقو سخت احتجاج وکړو اؤ پر سړک يې ټائرونه وسوځول چې له دې امله سړک دخلقو پرمخ بند پاتې شو. پر دې محال ايم اى جناح روډ ، جامع کلاتهـ، برنس روډ اؤ خواؤ شا سيمو کې کاروباري مارکيټونه بند پراتۀ وؤ.
ټوله کراچۍ کې سخت اړى ګړى خور وؤ اؤ په سړکونو ګاډي دمعمول څخه کم وچليدل.
. دکراچۍ کهار اؤ بولټن مارکيټ ،ټاور او ليارې په سيمو کې دډزو له امله نن پرانستي دوکانونه اؤ کاروبار بيا بند شول. اؤ سيمه کې سخته ناقراري خوره شوه.
دکهار اور په څه سيمه کې پوليس حالاتو وضعه تر کنټرول لاندې راوستې ده. ولې دلياري په څه سيمه کې حالات اوس هم کړکيچن دي.
دکراچۍ په مليرکوکهراپار ډاکخانې سره نزدې پاريدلو خلکو دوکانونه بند کړل اؤ سړک ئې دټريفک لپاره بند وساتلو. دکراچۍ په ملير اؤ کهوکهراپار سيمو کې پاريدلو خلکو په کاروباريانو ددوي دوکانونه اؤ مارکيټونه وتړل همداراز په پټيل پاړه سيمه کې پاريدلو خلکو يو ګاډى وسوزولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG