لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانې صدراعظمه بې نظیر بوټو ځانمرگي برید کې وژل شوی ده


تازه رپوټونو ترمخه دپاکستان پيپلزګوند مشره او پخوانۍ صدراعظمه بېنظيربوټو نن دزيارت په ورځ د بم په يوه چاودنه کې ووژل شوه.
نوموړې دپينډۍ په لياقت باغ کې يوې اولسي جلسه کې دوينا کولو څخه وروسته په خپل ګاډي کې کښيناسته چې دغه وخت يو شخص په موتر سائيکل سپور د بېنظيربوټو ګاډي خواته نزدې شو اؤ په هغې يې ناتاره ډزې وکړې چې په دغه ډزو کې بېنظيربوټو په مرۍ اؤ په سر ولګيده. دډزو څخه لږه شيبه وروسته دغلته د بم يوه درنه چاودنه وشوه چې په هغې کې هم بېنظيربوټو ژوبل شوه.
بېنظيربوټوژوبل حالت کې روغتون ته ورسول شوه خو دغلته يې دزخمونو توان رانۀ وړو او په حق ورسيده.
پاکستاني حکومت د میرمن بوټو د وژل کیدو تصدیق تراوسه نه دی کړی. په بېنظيربوټو شوې بم چاودنه کې د پيپلزګوند نورې مشرانې شيري رحمان او ناهيد خان هم سختې ژوبل شوي دي چې په روغتون کې يې حالت مرګونى ښودل کيږي.
په دغه پيښه کې د بېنظيربوټو په شمول اتلس مړۀ اوشپږ څلويښت ژوبل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په بېنظيربوټو ددې نه وړاندې په کراچۍ کې هغه وخت هم د بم بريد شوى ؤ چې هغه د دوبۍ څخه پاکستان ته راستنيده.
نوموړې پاکستان ته د راستنيدو څخه وړاندې وئيلي وو چې هغې ته بنسټپالو لخوا دځان مرګي بريد کې د وژلو ګواښ شوى دى او دبېنظيربوټو امنيتي مشاور رحمان ملک ډيوه راډيو ته په يوه مرکه کې وويل چې پيپلزګوند داسې اطلاعات ترلاسه کړي دي چې په ٢٧ دسمبر به بېنظيربوټو بمي بريد کيږي او د رحمان ملک دغه وينا هم نن سمه ثابته شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG