لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان کې دلنډې مودې  لپاره دټولټاکنو په ځنډيدو اعتراض نۀ لرو


دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند ويلي دي دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژنې څخه وروسته دديموکراسۍ دپرمختګ لپاره چارواکي دپاکستان دسياسي ګوندونو اؤ ائتلافي هيوادونو سره تماس کې دي.
کۀ ټول ګوندونه يوه خلۀ وي نو امريکا دلنډې مودې لپاره دټولټاکنو په ځنډولو اعاتراض نۀ لري.
واشنګټن کې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند ټام کيسي وويل دبې نظير بوټو دمړينې څخه وروسته دامريکا اعلي عهديدار نکولس برنز او دجنوبي اسيا لپاره دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر ائتلافي هيوادونو برطانيې ، کاناډا، فرانس اؤ روس سره مشوره کړې ده.
هغۀ وويل امريکا پاکستان دديموکراسۍ په لار ليدل غواړي.
اسلام اباد کې د سفارتخانې او نورو ښارونو کې دقونصل خانوعهديدار پيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) او دجمهوررئيس پرويز مشرف مرسته کوونکو ګوندونو مشرانو سره تماس کې يو.
ټام کيسي وويل پاکستان کې د سياسي عمل او دديموکراسۍ پرمختيا زياته مهمه ده.
هغۀ نۀ پوهيږي چې په ٨ مه جنورۍ دې رايې ضرور وکړل شي.کۀ سياسي ګوندونه يو موټے اؤ دخلکو تحفظ يقيني کړل شي نو په ٨ مه جنورۍ ټولټاکنې ضرول کول پکار دي.
هغۀ وويل دامريکا دخارجه چارو وزيرې کونډو ليزا رائس بې نظير بهټو ستره جمهوري مشره ګرځولې ده.
خارجه وزيرې واشنګټن کې دپاکستاني سفارتخانې په تعزيتي کتاب کې تاثرات درج کړي دي. ژورنالستانو سره په خبرو کې ليزا رائس وويل بې نظير بوټو ته دپيرزوئينو وړاندې کولو بهترينه لار دا ده چې پاکستان کې جمهوري عمل دوامداره وساتل شي.
هغې پاکستان کې دمهال ويش مطابق دټولټاکنو کيدو په اړه کومه خبره ونۀ کړه اؤ وې ويل امريکا پاکستان کې دټولو سياسي ګوندونو سره تماس کې ده.
او دا خبره زياته مهمه ده چې جمهوري عمل مخ په وړاندې لاړ شي.
دامريکايي چارواکيو وينا ده چې دبې نظير بوټو دوژنې څخه وروسته دامريکا جمهوررئيس بوش خپل پاکستاني هم منصب پرويز مشرف سره دزيارت په ورځ دټيلي فون دلارې خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG