لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظیر بوټو د قارژنو احتجاجونو ترڅنگ خاوروته وسپارل شوه


د پاکستان پخوانې صدر اعظمې او د پیپلز گوند مشره میرمن بې نظیر بوټو نن په خپل کورنې کلې گړهي خدا بخش لاړکانې کې د خپل پلار ذولفقارعلی بوټو د قبر سره په څنگ کې خاورو ته وسپارل شوه. د میرمن بوټو په آخري مراسمو کې په زرگونو خلکو برخه واخسته. نوموړې پرون دزيارت په ورځ د پاکستان پنجاب په راولپنډی ښار کې یوې انتخابي غونډې کې وینا کولو ورسته په یوه ځانمرگي برید کې وژل شوی وه. د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د احتجاجونو په وخت لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي دي. د بې نظیر بوټو د اخري مراسمو اد کولو په وخت ده هغې خوښوؤنکو د " بې نظیر بوټو ژوندئ ده " چغې وهلی. دزيارت په ورځ دبم په چاؤدنه کې دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژل کيدو وروسته په ټول هيواد کې اړى ګړى رامینځته شوې دی. دپاکستان دمختلفو برخو څخه دپيپلز ګوند پاريدلو کارمندانو دقهر څخه ډک جلوسونه وويستل ، ځايې په ځايې يې په سړکونو ګاډي وسوځول او دولتي ودانيو ته يې نقصان ورسولو. دبې نظير بوټو دوژل کيدو دخبر خوريدو سره سم په کراچۍ، لاهور، کوئټه، پيښور، اسلام اباد اؤ نورو ټولو لويو ښارونو کې خلکو خپل کاروبارونه وتړل او دخوف او ويرې يوه داسې فضاء جوړه شوه چې خلک دکورونو څخه بهر نۀ وتل دپاکستان دمختلفو برخو څخه دپيپلز ګوند قهريدلو مظاهرينو جلوسونه وويستل او ځیني حکومتي ودانیو ته یې اور اچولی دی. سرچينې وايي دپاکستان په مختلفو ښارونو کې دپوليسو اؤ پاريدلو مظاهرينو ترمينځ نښتې او ډزې هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG