لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيت الله محسود : دبې نظر بوټو وژنه کې لاس نۀ لري


دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود وياند مولوي عمر ويلي دي دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو په وژنه کې بيت الله محسوديا دهغۀ کومه ډله نۀ ده ککړه.
دبرطانوي خبري ايجنسۍ له مخې مولوي عمر دنامعلوم ځايې څخه د ټيلي فون په ليکه وويل دطالبانو دپيپلز دګوند دمشرې سره کومه جهګړه نۀ وه.
اؤ بيت الله محسود يا دهغۀ کومه ډله دهغې په وژنه کې لاس نۀ لري.
مولوي عمر زياته کړه په بيت الله محسود لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه دي.
طالب وياند وويل دقبائيلو خپل روايات دي ، اؤ مونږ په ميرمنو بريدونه نۀ کوؤ.
ديادونې وړ ده چې دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وياند اقبال چيمه پرون مطبوعاتو ته ويلي ؤ دبې نظير بوټو په وژنه کې بيت الله محسود ککړ دى.
اؤ په دې هکله يې ريکارډ شوې خبرې اترې هم دثبوت په توګه مطبوعاتو ته په واک کې ورکړې خو ددغو خبرو څخه هيڅ داسې عنصر نۀ په ډاګه کيدو چې ګنې دا د بيت الله محسود خبرې دي او يا هم دبينظير بوټو دوژنې څرک ترې لګيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG