لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سرحد گورنر لری کولو وجه جنگیالو سره د نوموړي ناکامه لوظنامی دي


د پاکستان د کورنیو چارو موقتي وزیر حامد نواز ويلي چې دسرحد دګورنر لرې کولو بنيادي وجه دطالب پلوه جنګياليو سره دامن هغه لوظنامی وی چې ناکامې سره مخ شوې وی،اؤ دغه شان دولت خپله کړنلاره کې بدلون راوستو.
خو د ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې پخواني گورنر علی محمد جان اورکزۍ ویلي چې هغه استعفا په خپله خوښه ورکړې ده.
اسلام اباد کې خبریالانو سره دخبرو په محال حامد نواز وويل دسياستمدارنو ژوند ته سخت ګواښ څيلمه دى.
حامد نواز وويل دهغوي دامنيت ښۀ جوړولو لپاره به ګامونه پورته کړل شي.
نوموړي وويل سياستدانانو ته مو امنيتي مشورې ورکړي دي خو هغوي ته به پخپله هم انتظامات کول پکار ري.
دکورنيو چارو وزير وويل هغه زياته کړه دره ادم خيل کې په پراخه پيمانه عمليات روان دي چې پکې زياتې لاسته راوړنې هم شوي دي خو دجنګياليو تر ختميدو به دغه عمليات دوام لري.
موقتي وزير وويل دډيرې څخه دنيول شوي تن په ښودنه نورې مهمې ګرفتارۍ هم شوي چې دهغې په اړه اوس ميډيا ته هيڅ نۀ شي وئيل کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG