لاس رسیدونکی لینک

 
جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده
تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده


دجنوبي وزيرستان په مختلفو سيمو کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ سختې نښتې شوي دي.
ازادې سرچينې وايي په نښتو کې ٢ امنيتي عسکر مړۀ اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
خو دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې بيا يوازې د٤ ؤ عسکرو دژوبل کيدو خبر ورکړى دى.
سرچينې وايي داتوار اؤ ګل په مينځ شپه ځايې طالبانو په نواز کوټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې په دغه بريد کې ٢ عسکر مړۀ اؤ ٢ نور ژوبل شول.
همدغه راز په کوټکي سيمه کې هم دجنګياليو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ سخته نښته شوې ده دايي ايس په ار له مخې په دغه نښته کې ١ پوځي وژل شوى اؤ٥ نور ژوبل شوي دي. بلخوا دکوهاټ سره نزدې په غلام بانډه کې نامعلومو ورانکارو داور ګاډي پاټلۍ الوزولې ده. د جنوبي وزيرستان په سپينکئ ، رغزئ اؤ اينزر سيمو کې هم دځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دسختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
په مکين ، لدها ، خيسور اؤ شکنوئى سيمو کې امنيتي ځواکونو دجنګياليو يو شمير پټن ځايونه په نخښه کړي خو دغلته په شوې ګوله بارۍ کې دمرګ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
داسې راپورونه هم شته چې په جنوبي وزيرستان کې دامنيت دخرابې وضعې له امله يو شمير قبائيلو ټانک اؤ نورو خوندي سيمو ته پناه وړې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG