لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دره آدم خیل عملیاتو کې جنگیالو اؤ عسکرو ته درانه تلفات رسیدلې دي


د پاکستان صوبه سرحد سر ښار پیښور نه ۴٠ کلومیټره لرې نیمه قبایلي سیمه دره آدم خیل کې د حکومتي ځواکونو لخوا ځايې طالب پلوه جنګياليو پر ضد عمليات نن په دريمه ورځ هم دوام لري.
د پاکستان پوځ اطلاعاتو څانگې ویلی دي چې د درې ورځو درنو نښتو کې٥٠ جنگیالي او ٧ عسکر وژل شوي دي.
نن د کوهاټ اړخ ته سرنگ باندې د ٢٠ساعتو سختې جگړې وروسته حکومتي ځواکونو یوه مورچه نیولي کومه چې د جمعې د ورځې راهسې د طالبانو په کنټرول کې وه.
د جمعې په ورځ شوي اوربند هغه وخت ماته شوه کله چې طالبانو په کوهاټ ټنل یا سرنگ باندې برید اوکړو.
د رپوټونو تر مخه د کوهاټ ټنل دری اړخ د جنگیالو په کنټرول کې دي. اخوا د کوهاټ په پوځي چهاونی او حکومتي ودانو باندې بریدونه شوي خو پدې کې څه زیان نه دی شوی. په دره آدم خیل کې بجلی یا بریخنا په مکلمله توگه بنده ده.
د کړکیچ زپلي سیمې نه د خلکو کډې روانې دي او دوی اوس د خوراکی موادو او دوایانو د کمی سره مخ دي.
حکومت دغلته په خلکو غږ کړی چې د زیان نه بچ کیدو لپاره په خپلو کورنو سپین بیرغونه ولگوي.
د آزادو سر چینو تر مخه په دی عملیاتو کې تر اوسه ٩ پوځیان او٥٦ طالب جنگیالي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG