لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : د جنگیالو پر ضد عملیاتو کې د څلور پولیسانو په گډون ٧ کسان وژلې شویدي


د صوبه سرحد په مردان سیمه کې د جنگیالو پر ضد حکومتي عملیاتو کې د څلور پولیسانو په گډون ٧ کسان وژلې شویدي. دپوليسو لخوا په ځوابي ډزو کې ٣ جنگیالی چې افسر علي ، اعظم اؤ عدنان نوميدل هم وژل شوي دي.
دمردان دپوليسو مشر عبدالله ژورنالستانو ته دعملياتو دتفصيل بيانولو په وخت وويل پوليسو دچورا پوليس تاڼې په حد موړه بانډه نومې سيمه کې دورانکارو دموجوديت په خبر ترلاسه کولو دهغوي پر ضد عمليات وکړل.
دپوليسو مشر وويل دغه ورانکاري ديو کور دننه پټ شوي وؤ.
کله چې پوليس ددغه کور څخه تاؤ شول نو دوي په پوليسو ډزې پيل کړې چې ددغو ډزو له امله دچورا پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او اشفاق احمد اؤ حوالدار فيض الله ووژل شول.
په ډزو کې دمردان اى ايس پي پرويز عمراني اؤ دبي ډويژن پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او سليم داد خان هم ژوبل شوي دي.
بلخوا دصوبه سرحد ګورنر اويس احمدغني په دغه پيښه کې دپوليس افسرانو په مرګ ژوبله دخواشينۍ څرګندولو په ترڅ کې هوډ څرګند کړى دى چې دولت به ورانکاري په اولس دخپلې خوښې مسلط کولو ته کله هم پرې نۀ ږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG