لاس رسیدونکی لینک

 
پينډۍ : په پوځي ګاډي ځانمرګي بريد ١٠ کسان مړۀ ٢٥ ژوبل
تازه خبر

پينډۍ : په پوځي ګاډي ځانمرګي بريد ١٠ کسان مړۀ ٢٥ ژوبل


دپاکستان دپنجاب ايالت دپينډۍ سيمې د پوځي ساحې آراى بازار سره نزدې دپوځيانو په ګاډي دځانمرګي بريد له امله ١٠ کسان مړۀ اؤ ٢٥ ټپيان شوي دي.
دغه بريد نن دګل په ورځ سحر دپوځ دروغتيايي څانګې په يو ګاډي ترسره شو.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه وايي دپينډۍ په ځانمرګي بريد کې ٤ پوځيان وژل شوي دي په پيښه کې ژوبل ټول کسان دتداوۍ لپاره دپينډۍ پوځي روغتونونو ته رسول شوي معلومه شوې ده چې په دغه ځانمرګي بريد کې ځينې مهم پوځي افسران هم ټپيان شوي دي.
دپيښې څخه وروسته په ټول پينډۍ ښار کې امنيتي تدابير سخت کړى شول اؤ امنيتي ځواکونو دپيښې دځايې څخه غزيدلې لارې وتړلې.
بلخوا نن ماسپښين دپيښور سره نزدې په بډهـ بيره نومې سيمه کې پوليسو ١٦ کلو ګرامه وزني بم دچاؤديدو څخه دمخه ونيولو اؤ خنثى يې کړو.
دغه بم دبډهـ بيرې په سړک دځنګلي امنيتي پوستې سره نزدې دغوړو په يوه ډبه کې دسړک په غاړه ايښودل شوى ؤ دپيښور دپوليسو وينا ده چې دبم وزن ١٦ کلو ؤ اؤ کۀ چرې چاؤديدلى وى نو په لويه پيمانه به يې تباهي خوره کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG