لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : پر کهجوري پوسته ځانمرګي بريد کې ٦ پوځيان وژل شوي دي


دشمالي وزيرستان پر کهجوري پوسته دځانمرګي بريد له امله ٦ اهلکار وژل شوي دي اؤ ١١ نور سخت ژوبل دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس پر کهجوري پوسته شوي ځانمرګي بريد کې د ٣ؤ پوځيانو دوژل کيدو اؤ ٥ ؤ نورو دژوبل کيدو تصديق کړى دى.
ژوبل کسان ضلعي هيډکوارټر روغتون بنو اؤ تحصيل هيډکوارټر روغتون ميرعلي ته وړل شوي دي.
ژوبلو کسانو کې دزياترو حالت مرګونى ښودل کيږي اؤ مرګ ژوبله کې د نورې اضافې انديښنه ده.
دعيني شاهدينو له مخې ځانمرګي بريد کوونکي دچاؤديدونکو څخه ډک ګاډى دپوستې سره ټکر کړو چې له امله يې ٦ پوځيان مړۀ اؤ ١١ نور ټپيان شول.
دغه بريد کې ځانمرګي تن هم وژل شوى دى.
داولس خيال دى چې عسکريت خوښو دکومې ورځې څخه د اور بندۍ اعلان کړى دهغې څخه وروسته دا لمړۍ پيښه ده.
ددې بريد مسؤليت چا هم په غاړه نۀ دى اخستى څرګندې دې وي چې درې ورځې دمخه شمالي وزيرستان کې دعسکريت خوښو لخوا لسمې فرورۍ پورې د اوربندۍ اعلان هم شوى ؤ په کهجوري پوسته دا دريم ځانمرګي بريد دى چې ترسره کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG