لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنديزونه ختم،بوش پاکستان لپاره د ٣٠٠ ملینو ډالرو امداد منظور کړو


پاکستان کې دنوي حکومت دجوړښت سره سم دامريکا جمهوررئيس جارج ډبليو بوش دامريکا دقانون لاندې پاکستان ته په ورکړل کيدونکيو امدادونو بندیزونه یو غاړې ته کړل او د ترهگرۍ پرضد د جگړې لپاره یې پاکستان ته د ٣٠٠ ملینه ډالرو ورکولو اعلان هم وکړو.
دغه پیسې د امریکا د بندیزونو دهغه قانون لاندې پاکستان ته نه ورکړل کیدی، د کوم ترمخه چې واشنگټن داسې هیوادونو سره ځینی مرستې نه کوي چرته چې قانوني حکومت د پوځ لخوا له منځه تلې وي.
دسپينې ماڼۍ وياند ګورډن جان ډرو وايي امريکا به پاکستان ته دا پیسې دترهګرۍ پر ضد دجاري جګړی دنور ښۀ کولو لپاره ورکوي.
وياند زياته کړې ده هرڅو کۀ دا مهال په پاکستان کې دبشري حقونو په وضعيت امريکا تحفظات لري ولې بيا به هم پاکستان ته امدادي رقم ورکول کيږي.
جمهوررئيس بوش دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې کونډوليزا رائس ته په يو ليک کې هدايت کړى دى چې هغه بايد امريکايي کانګريس خبر کړي چې دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې لخوا دجمهوريت سره مشروط پاکستان ته په ورکړل کيدونکي بهرني هیواد امداد لګيدلي بنديزونه ختم کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG