لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جان نيګرو پونټى : امريکا دپاکستان په خاوره کې عمليات نۀ کوي


دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيګرو پونټى ويلي دي امريکا نۀ خو دپاکستان دمرستې څخه پرته دپاکستان په خاوره کې کومه کارروائي کوي اؤ نۀ به يې وکړي.
ښاغلي پونټى نن دزيارت په ورځ په کراچۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل هغۀ پاکستان ته دجمهوررئيس پرويز مشرف دژغورنې لپاره نۀ دى راغلى بلکې دهغۀ دغه سفر دوړاندې څخه ټاکل شوى ؤ.
مرستيال خارجه وزير وويل دجمهوررئيس مشرف معامله دپاکستان دپارلمان کورنۍ چاره ده اؤ دا به هم دپارليمان دننه هواريږي.
جان نيګرو پونټى وويل پاکستان ته دخپل سفر په مهال هغۀ دپاکستاني چارواکيو سره دترهه ګرۍ په ضد دجنګ اؤ خپل مينځي اړيکو ته دودې ورکولو په هکله خبرې کړي دي.
ښاغلي پونټى وويل امريکا به دپاکستان دنوي دولت سره هر رقم مرسته کوي .
هغۀ دا هم وويل چې امريکا دسخت دريځو سره دخبرو اترو مخالف نۀ ده خو غواړي دسيمې اؤ نړۍ امن خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG