لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: دمشرف اؤ قاضيانو پريکړه به دپاکستان سياسي سیسټم کوي


امريکا وايي دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف دراتلونکي اؤ دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا پځايې کولو پريکړه به دپاکستان سياسي سیسټم کوي.
امريکا دپاکستان په ائين اؤ قانون کې دلاسوهنې يا هغوي ته د هداياتو ورکولو اراده نۀ لري. دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې وياند سين ميک کارمک خبریالانو سره په خبرو کې ويلي دي دبهرنيو چارو دمرستيال وزير جان نيګرو پونټى اؤ دهغۀ دهمکار رچرډ باؤچر پاکستان ته دسفر موخه ددغه هيواد دمشرانو سره داړونده خوښۍ په چارو تماسونو کې ښۀ والى راوستل دي.
هغۀ وويل دغير دولتي سازمانونو استازي ، خبریالانو، سياسي مشران اؤ کارمندان ، قاضيان اؤ بل هرڅوک چې دسياسي خيالاتوڅرګندونه کوي په دې بايد هغوي زندانونو کې وانۀ چول شي.
دبهرنيو چارو وياند زياته کړه امريکا دپاکستان دنوي حکومت ، نوي صدراعظم اؤ جمهوررئيس پرويز مشرف سره په ګډه کار کولو ته چمتو ده خو دواک ويش ، په اقتدار کې ګډون اؤ دمسؤلينونو تعين دپاکستان کورنۍ چاري دي اؤ امريکا په دې کې لاسوهنه نۀ کوي. ښاغلي سين ميک کارمک وويل دپاکستان ټولنيزاؤ معاشي اصلاحات دترهه ګرۍ اؤ سخت دريځۍ په ضد جنګ سره تړل شوي دي اؤ دپاکستاني سياستدانانو مسؤليت دى چې هغوي دخپل هيواد په ګټه غوره پريکړې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG