لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف: پارلمان به د ترهگرۍ پرضد تگلاره جوړوي


د پاکستان پخواني صدر اعظم او د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ مشر میا نواز شریف امریکایي چارواکو ته دا خبره په ډاگه کړې ده چې پاکستان به هم د امریکا په شان د ترهگرۍ پر ضد تگلاره د خپلو گټو لپاره جوړوي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نیگرو پونټی په مشرۍ کې یو امریکایي پلاوي سره د لیدو کتو وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته نوموړي زیاته کړه چې د ترهگرۍ پرضد د پاکستان اوسنۍ تگلاره د یوتن یعني پرویز مشرف تگلاره ده چې هغه خپلو شخصي گټو لپاره کارولې وه.
ښاغلي شریف زیاته کړه چې نوی پارلمان به د ترهگرۍ پرضد تگلارې جاج اخلي.
نوموړي د امریکا نوم اخستلو بغیر وویل پاکستان نورو لپاره د ترهگرۍ پرضد جگړه کولو سره خپله قامي سلامتي په داو نشي لگولی.
نواز شریف زیاته کړه پاکستان په نړۍ کې شوله غواړي خو هیواد د بل چا لپاره "ذبخ خانه" جوړول نه غواړي.
ښاغلي شریف جمهور پرویز مشرف نه یو ځل بیا دا استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نیگرو پونټی او نورو جگپوړو چارواکو نواز شریف سره ٩٠ دقیقې پورې لیده کاته وکړو.
امریکایي وفد د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف سره هم لیدل کتل کړي دي. دوی به د پیپلز گوند مشر اصف زرداري سره هم ویني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG