لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ: د پاکستان سیاسي بدلون له امله امریکا یواړخیز بریدونه زیات کړي دي


د امریکا وتلې ورځپانړی واشنگټن پوسټ په خپل یو راپور کې د امریکایي او پاکستاني چارواکو له خلې لیکلي دي چې په ورستیو کې امریکا لخوا پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
ورځپانړه زیاتوي چې امریکا سره دا وخت ویره ده چې پاکستان کې نوې حکومت د ترهگرۍ پرضد روانې جگړې نه په شه کیدې شي، نو ځکه یې د پاکستان قبایلي سیمې کې د القاعدې ترهگرو په پټ ځایونوباندې یې بې پایلټه الوتکو لخوا بریدونه زیات کړي دي.
ورځپانړه دا هم لیکي چې په تیر وخت کې د امریکا لخوا د ترهگرو پرضد دا پاکستان په سیمه شوؤ بریدنو په ځواب کې د پاکستان چپ پاتې کیدل دا معنی لري چې پاکستان امریکا ته داسې قسم بریدونو اجازه ورکړې ده.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر ښاغلي نواز شریف د پاکستان په سفر تللي د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نیگرو پونټی سره په خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان پارلمان به د جمهوررئیس پرویز مشرف ترهگرۍ پرضد تگلارې ته بیا کتنه کوي.
ښاغلې نواز شریف مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند د پاکستان نوي جوړ شوي ایتلافي حکومت یو مهمه برخه ده.
نواز شریف جان نیگرو پونټی په مشرۍ کې یو امریکایي پلاوي سره د لیدو کتو وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ د ترهگرۍ پرضد د پاکستان اوسنۍ تگلاره د یوتن یعني پرویز مشرف تگلاره ده چې هغه خپلو شخصي گټو لپاره کارولې وه.
نوموړي د امریکا نوم اخستلو بغیر وویل پاکستان نورو لپاره د ترهگرۍ پرضد جگړه کولو سره خپله قامي سلامتي په داو نشي لگولی، او پاکستان په نړۍ کې سوله غواړي خو هیواد د بل چا لپاره "ذبخ خانه" جوړول نه غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG