لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف : امريکا بايد دسرحد حکومت ته تندلارو سره دسولې دتړون يوه موقع ورکړي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي په قبائيلي سيمو کې دامن دټينگښت اؤ دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزو له مينځه وړلو لپاره امريکا بايد دسرحد ايالت حکومت ته يوه موقع ورکړي.
نن دنهې په ورځ دامريکايي سناتورانو ډلې دسناتورايډم شيف په مشرۍ په پلازمينه اسلام اباد کې دجمهوررئيس ښاغلي مشرف سره وليدل اؤ ورسره يې دامريکا اؤ پاکستان په اړيکو، دسيمې په وضعيت، دقبائيلي سيمو دننه دتندلارو په فعاليتونو اؤ دهغوي سره د حکومت لخوا د سولې دشوؤ تړونونو په اړوند يې ورسره خبرې اترې وکړې.
پرويز مشرف امريکايي سناتورانو ته وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد روان جنگ کې مهم رول لوبوي اؤ په دې لړ کې يې تر دې مهاله زياتې قربانۍ ورکړي دي.
جمهوررئيس وويل دسرحد حکومت چې په قبائيلي سيمو کې دامن دټينگښت لپاره کومې خبرې اترې اؤ لوظنامې پيل کړي دي امريکا بايد دهاغو لوظنامو څخه دښو پائيلو دترلاسه کيدو اؤ په سيمه کې دسولې اؤ ثبات دټينگښت لپاره دسرحد حکومت ته موقع ورکړي.
دليدنې په مهال دامريکايي سناتورانو ډلې دترهه گرۍ په ضد روان جنگ کې دپاکستان دهڅو ستائينه وکړه اؤ وې ويل امريکا به په سيمه کې دسولې اؤ ثبات دپاره دپاکستان دهڅو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG