لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : ناټو دې ډاډه وي چې قبائيلي سيمو کې به ترهګرو سره خبرې نۀ کيږي


پاکستان دناټو په هيوادونو واضحه کړې ده چې په قبائيلي سيمو کې خبرې اترې يواځې دامن غوښتونکو خلکو سره کولى شي اؤ دورانکارۍ اؤ ډار اچونې لار نۀ پريښودونکو سره به هيڅ رقم خبرې ونۀ شي.
حکومت به دهيواد دسلامتيا په بيعه هيڅ لوظنامه نۀ کوي، پاکستان يوزمه وار هيواد دى اؤ خپلې يا دسيمې دسلامتۍ په خطره کې داچوونکي هيڅ يو ګام پورته کولو سوچ قدرې نۀ شي کولى.
دا خبره دپاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اؤ دصدراعظم دقامي سلامتۍ مشاور محمودعلي دراني نن دزيارت په ورځ په خارجه دفتر کې دناټو هيوادونو ډيپلوماټانو ته کړې ده.
دسرچينو له مخې دبهرنيو چارو وزير اؤ د قامي سلامتۍ مشاور دناټو هيوادونو ډيپلوماټان په قبائيلي سيمو کې دامن دټينګښت دپاره دحکومت لخوا دکيدونکيو هڅوڅخه خبر کړل.
هغوي وويل کوم خلک چې په قبائيلي سيمو کې بهرنيو ترهګرو ته پناه ورکوي يا هغوي ته د نورو هيوادونو په ضد دخپلې خاورې دکارولو اجازه ورکوي دهغوي سره به حکومت هيڅ قسمه تړون نۀ کوي.
دناټو سفيرانو ته وويل شول چې دپاکستان دپاره خپلواکي اؤ سالميت تر هرڅه زیات ارزښت لري. پاکستاني چارواکيو دميډيا هاغه راپورونه يو ځل بيا رد کړل چې ګنې دجنوبي وزيرستان څخه امنيتي ځواکونه واپس غوښتل کيږي.
هغوي وويل په سيمه کې دپاکستان پوځيان دخپل شتون پياوړي کولو په غرض ځايونه بدلوي رابدلوي دقامي سلامتۍ مشاور اؤ د دبهرنيو چارو وزير دناټو هيوادونو ډيپلوماټان دافغانستان دپولې سره دپاکستاني ځواکونو دپځايې کولو اؤ دامنيتي پوستو دجوړولو دتفصيلاتو څخه هم خبر کړل.
ډيپلوماټانو ته وويل شول چې پاکستان دافغانستان سره په لګيدلې پوله د يو لک څخه زيات پوځيان ځايې پځايې کړي دي چې دهغې مقصد په پوله د ورانکارۍ دمخنيوي سنجيده اؤ په اخلاص هڅې کول دي.
هغوي وويل په پاک افغان پوله دازغن تار دلګولو وړانديز هم دپاکستان ددغه هڅو برخه ده ولې مونږ دافغانستان له لوري ځواب ته په طمع يو.
سرچينې وايي په دغه مهال دناټو سفيرانو پاکستاني چارواکيو ته وويل چې د امنيت دپاره کيدونکې هڅې په هر کچ دستائينې دي اؤ ملاتړ يې پکار دىولې دالقاعده يا طالبانو سره خبرې يا دسولې تړونونه افغانستان کې وضعيت خرابولى شي.
هغوي وويل دناټو هيوادونه دتندلارو اؤ ورانکارو سره دتړونونو په اطلاعاتو انديښمن دي.

XS
SM
MD
LG