لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې چاودنه او مومندو، دره ادم خیل کې د سولې اعلانونه


دافغانستان دپولې سره نزدې دباجوړپه قبائيلي سيمه سالارزو کې د تندلاره جنګياليو دبارودو څخه ډک ګاډى دچاودنې په ترڅ کې له مينځه تللى چې له امله يې ديو تندروه کمانډر په ګډون ٨ تندرويان وژل شوي اؤ ٢ نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه نن د شوروپه ورځ هغه وخت رامنځته شوه کله چې څو تندلاري دچاوديدونکيو موادوڅخه په يوډک ډاټسن کې دباجوړ دسالارزو سيمې څخه په شغ کې تيريدل اؤپه لاره کې ګاډى د ډرائيورڅځه دتيز رفتار له امله ديو غر سره ټکر شو.
دګاډي دټکر کيدوسره سم په ګاډي کې پراتۀ چاوديدونکې مواد وچاوديدل چې لة امله يې په ګاډى کې د ناست ځايي طالب کمانډرقاري ثاقب په ګډون ٨ تندلاري ووژل شول اؤ ٢ نور سخت ټپيان شول.
بل لورته په مومندو ایجنسۍ کې حکومت د یوی ځایي طالب پلوه ډلې سره د سولې تړون لاس لیک کړی دی.
د تړون ترمخه ځایي تندلاري به په امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي.
دغه ډول نیمه قبایلي سیمه دره ادم خیل کې هم ځایي تندلارو په یو اړخیزه ډول د سولې اعلان کړی دی.
دره ادم خیل څه موده وړاندې د حکومتي او طالب ځواکونو د جگړو مرکز جوړ شوی وو. دغلته د فرورۍ په میاشت کې په یوه جرگه باندې د بمي برید له امله د ۴٠ و نه زیات کسان وژل شوي وو.
او دجگړو له امله د څو ورځو لپاره لارې تړل شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG