لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستاني نیمه پوځي قواو روزنه پیل کړه


د پاکستان قبایلي سیمو کې چارواکو ویلي امریکا افغانستان پولې ته نزدې پرتو پاکستاني نیمه پوځي قواو ته د ترهگرۍ پرضد روزنې پیل کړې دي.
دغه قواوې چې ځایي انتظامیه ورته خاصه دار یا لیویز وایي د ترهگرۍ دمخنیوي لپاره به تربیه کېږي.
د روزنې په لومړي پړاو کې دیرش خاصه دار یا لیویز د وړاندې نه په اسلام اباد کې د امریکایي پوځیانو لخوا تربیه کېږي.
چارواکي وایي چې امریکا به نزدې ٢٣٠٠٠ پاکستاني امنیتي ځواکونه روزي.
چارواکو ویلي د روزنې په دغه پروسه به نزدې ٣٧٦ ملیونه روپۍ لگول کېږي.
رپوټونه وایي د خاځه دارو د روزنې لپاره په جمرود ښارگوټی کې د روزنې مرکز هم جوړول کېږي.
د پاکستان قبایلي سیمو کې د تیرو اووو اتو کالو راسې دترهگرۍ پرضد جگړه روانه ده، ناقدینو اکثره په حکومت تور لگوو چې دغه جگړه په غیر تربیه شوي پوځیانو باندې پرمخ بوتلل کېږي نوځکه سمې نتیجې نه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG