امريکاوايي دافغانستان اؤپاکستان په ګډه پوله دتندلارتوب څخه دژغورل کيدو دپاره دپاکستان
نوى حکومت نور وخت ته اړتيالري.
سينګاپورکې سيمه ايز امنيتي کانفرنس د وينا په مهال دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس وويل دپاکستان نوي حکومت په ټولټاکنوکې د بريالي توب ترلاسه کولو وروسته دځايي طالبانوسره خبرې اترې پيل کړې دي.
دهغه وينا وه چې دپاکستان نوي حکومت ته به دترهګرۍ اؤ تندلارتوب د لۀ مينځه وړلو دپاره نور وخت هم ورکول وي.
ښاغلي ګيټس دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې تيره ورځ دامريکا د کورنيو چارو د وزارت وياند ټام کيسي په واشنګټن کې ژورنالستانو ته وئيلي وؤ امريکا دپاکستان دنوي دولت لۀ خوا په قبائيلي سيمو کې د تندلارو سره په کيدونکيو لوظنامو شکمنه ده
تړلي
1