لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکابايدپاکستان ته مرستې د ترهگرۍ پرضد هڅو سره مشروط کړي


دامريکايي سينيټ د وسله والوځواکونودکميټې رئيس سناتورکارل ليون دامريکا څخه غوښتنه کړې ده چې بايدپاکستان ته نورې مرستې ورنۀ کړي.
نوموړي دقطرڅخه دټيليفون په ليکه دامريکاخبري اژانس سره په مرکه کې وويل امريکادپاکستان په مهموستنوپه ځانګړي ډول دپاکستان په پوځ بيخي دا باور نۀ لري چې ګنې هغوئ افغانستان ته دطالبانو اؤ وسلو د اوختو دمخنيوي دپاره په راستۍ هڅې کوي.
د نوموړي ويناوه دپاکستان حکومت ځينې ډلې دطالبانو په مرسته کولو ليدل شوې دي سناتور کارل ليون وويل کۀ چرې زمونږ د استخباراتو شننه همدا وي نوبيا دپاکستان د فرنټيئر کور يامليشې دپاره د ٧ کروړوډالرو دمرستې ورکولو غندنه پکارده.
ښاغلي ليون وويل هغه پاکستان کې دامريکا لخوا دنيغ په نيغه نظامي عملياتو ملاتړ نۀ کوي ولې د امريکالۀ اړخه پاکستان ته پرته لۀ شرطونو څخه ورکړل کيدونکې مرستې بايد بندې کړل شي.
هغه زياته کړه کۀ چرې پاکستان د ددغو ګواښونو مخه نه شي نيولى نوامريکاته به دخپلومرستو په تګلاره سر دوباره نظر کول وي.
سناتورليون وويل ترڅو چې پاکستان دترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه نۀ وي اخستي ترهغې په پاک افغان پوله دپاکستان امنيتي ځواکونوته د ورانکارۍ دمخنيوې دپاره د ورکړل کيدونکيوکروړونوډالرو دمرستوپه اړه هم پوښتنې راولاړيږي.
دکارل ليون د وينا لۀ مخې دامريکايي استخباراتو له راپورونوڅخه څرګنده شوې ده چې د اسلام اباد ځينې عناصردطالبانو مرسته کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG