لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف اؤ زرداري د جمهوررئیس واک کمولو باندې راضي ښکاري


په لندن کې دقاضيانو په معامله د خبرو اترو له ناکاميدو وروسته په لمړي ځل دپاکستان پيپلز ګوند اصف علي زرداري اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف نن دنهې په ورځ ديو بل سره ليدلي اؤ په اساسي قانون کې په ممکنه بدلونونو یې خبرې کړې دي.
دمسلم ليګ(ن) يو مهم مشر احسن اقبال څوک چې پخپله په دغه ناسته کې موجود ؤ ژورنالستانو ته وويل دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دائيني پيکج په هکله دښاغلي شريف څخه وړانديزونه وغوښتل اؤ هغه يې ددغه پيکج دمهمو نکاتو څخه خبر کړو.
داحسن اقبال له مخې دمسلم ليګ(ن) مشر اصف زرداري ته وويل کله چې ورته دائيني پيکج مسوده ترلاسه شي نو دخپل ګوند اؤ اساسي قانون ماهران به کښينوي اؤ په دغه مسوده به ترې رايې واخلي.
د رپوټونو ترمخه واکمن پیپلز گوند هڅه کوي چې په اساسي قانون کې د نوو بدلونو له لارې د جمهوررئیس ځیني واک اختیارونه صدراعظم ته ورکړي.
احسن اقبال زياته کړه دقاضيانو دپځايې کولو په اړه بايد دمري په اعلان زر تر زره عمل وکړل شي.
دنوموړي وينا وه په ليدنه کې دپيپلز ګوند مشر ميا نواز شريف ته باور ورکړو چې دقاضيانو دپځايې کولو په اړه به دمسلم ليګ(ن) ټول تحفظات ختمولى اؤد اساسي قانون دپيکج په اړه به په واکمن سياسي ائتلاف کې دشاملو ګوندونو رايو ته درناوى ورکولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG