لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: دډنمارک په سفارتخانه بمي برید اته کسان وژل شوي دي


دپاکستان په پايه تخت اسلام ابادکې دډنمارک دسفارتخانې مخې ته ديوې بمي چاودنې لۀ امله د دوؤپوليسوپه ګډون لږترلږه اته کسان وژل شوي اؤ ٢٤ نور ژوبل شوي دي.
.په ژوبلوکې هم د ٧ؤ کسانوحالت مرګونى ښودل شوى دى.
دغه چاودنه نن دګل په ورځ غرمه مهال هاغه وخت دسفارتخانې د ګاډو ودرولو په ځايې کې رامنځته شوه چې دسفارت پرسونل دسفارت د ودانۍ دننه پخپلوکارونوکې اخته ؤ اؤ يوشمير خلک دخپلواړتياؤ پوره کولو په لړکې د ودانۍ خواوشا راغونډشوي وؤ.
دپاکستان دکورنيوچارو دوزارت سرچينې اؤ داسلام اباد دپوليسومشر وايي دلمړيوشهادتونوڅخه داسې بريښې چې دا يوځان مرګي بريدؤ.
خودکورنيوچاروسکتر اؤ دبمونود خنثى کولوپوليس وايي بم په يوګاډي کې ايښودل شوى ؤ.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان داسلام اباد بيلابيلو روغتونونو ته رسؤل شوي دي ،اؤ په ټولوروغتونونوکې بيړنى حالت پځايي کړل شوى دى.
دبم په دغه چاودنه کې دملګروملتونو ذيلي دفتر اؤ د يوشميرډيپلوماټانودکورونو ودانۍ هم زيانمنې شوې دي.
په پلازمينه اسلام ابادکې ددغه پيښې د رامنځته کيدوڅخه وروسته سخته ويره ترهه خوره شوې ده اؤ ناروى خپله سفارتخانه تړلې ده.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمودقريشي وايي لۀ پيښې وروسته يې په اسلام اباد کې دټولو سفارتخانود امنيتي تدابيرود سختولوامرکړى دى.
همدغه راز دپاکستان دصدراعظم دکورنيوچارو مشاور رحمان ملک وايي په پيښه کې دلاس لرنې په تور ٢ شکمن کسان نيول شوي اؤ نامعلوم مقام ته بوتلل شوي دي.
بل لوري ته د ډنمارک دبهرنيوچارو وزير پرسټګ مولر په کوپن هيګن کې خبریالانو سره دخبرو په مهال دخپل هيواد دسفارتخانې مخې ته شوې دغه چاودنه په سختو ټکوکې غندلې ده اؤ ويلي يې دي داسې رقم ناوړه کارروايۍ د زغم وړنۀ دي.
ښاغلى مولر دپيښې څخه سمدستي وروسته داسلام اباد په سفر راروان شوى دى په پاکستان کې د ډنمارک په ضد پروسکال وروستولۀ هغې سختې احتجاجي مظاهرې شوې وې کله چې دډنمارک په ځينو ورځپاڼوکې داسلام دسترپيغمبر حضرت محمد (ص) په اړه دسپکاوي ډکې خاکې خپرې شوې وې اؤ ځينې څيړونکې دغه پيښه دډنمارک دورځپاڼو لخوا دترسره شوي عمل په ځواب کې غبرګون بولي

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG