لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده دډنمارک په سفارتخانه دبريدمسوليت منلى دى


دالقاعده دافغانستان څانګې دپاکستان پلازمينه اسلام ابادکې دډنمارک په سفارتخانه دشوي ځان مرګي بريددمسوليت په قبلولو سره ګواښ کړى دى چې کۀ چرې ډنمارک دسپکاوي دډکوخاکوپه خپرولو بخښنه ونۀ غوښته نوپه ضدبه يې نور بريدونه هم وکړل شي.
په ويب پاڼه خپورشوي يوپيغام کې په افغانستان کې دالقاعده مهم مشر ابواليزيد وئيلي دي اسلام ابادکې دډنمارک په سفارتخانه بريد داسلام دسترپيغمبرحضرت محمد ( ص ) دکارټونونو دخپريدو په ضد داحتجاج په غرض ترسره شوى دى.
پيغام کې ويل شوي دي ډنمارک دپيغمبر ( ص ) دسپکاوي دډکوخاکوپه دويم ځلي دخپريدو دمخنيوي هڅه ونۀ کړه اؤ نۀ يې په په دغه ناوره عمل معذرت وکړو چې په دې عالم اسلام ته سخته صدمه رسيدلې ده.
دبيان ترمخه دسپکاوي د ډکوخاکوپه خپريدو د ډنمارک حکومت بخښنه نۀ وه غوښتلې ځکه نودځان مرګي بريد په کولوسره ددغوخاکو دخپرولو بدله واخستل شو.
بيان کې ادعاشوې ده چې ډيرزر به ددغه بريدکوؤنکي ځان مرګي ثبت شوى پيغام هم خپورکړل شي بايدوويل شي چې ددغه پيغام القاعده سره دتړاؤ دتصديق کومه ذريعه نۀ شته دګل په ورځ اسلام ابادکې دډنمارک په سفارتخانه ترسره شوي ځان مرګي بريدکې لږترلږه ٨کسان وژل شوي اؤتر٢٠ زيات ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG