لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیي جي پي سرحد: پيښور دځايي طالبا`نو لاسونو ته ورتللى شي


دصوبه سرحددپوليسومشرملک نويدخان خبردارى ورکړى دى چې که دځايي طالبانوپه ضد ګامونه وانۀ خستل شول نوپيښور به ډير زر د دوئ قبضه کې ورشي.
ديوې بهرنۍ جريدې سره دمرکې په ترڅ کې دپوليسومشر دطالبانوپه زیاتوشوؤ فعاليتونو رڼاواچوله اؤ ويې ويل خواوشاموجود طالبان دپيښور دپاره يوګواښ دى.
دښاغلي نويدپه نظردطالبانوڅخه دزلميو دلرې ساتلو همدا يوه لاره ده چې د٣و لکوزلميانو يوداسې ځواک جوړکړل شي چې هغه په قبائيلي سيمه کې دپرمختياکارونوته پام وګرځوي دهغۀ ويناوه په دغه ځواک کې دهرې قبيلې اؤکورنۍ يويو کس اخستل پکاردي ترڅوخپل مقصد په ښه ډول ترلاسه کړي.
دپوليسومشرويل څنګه چې طالبان ځينوقبيلوته معاوضه ورکوي همدغه رازبايد د زلميوځواک ته هم ښې ښې تنخاګانې ورکړل شي هغه په دې لړکې دامريکا ديوپخواني جمهوررئيس فرينکلن مثال هم ورکړو چې د١٩٣٠ء په لسيزه کې يې ددغه رقم پلان لۀ لارې دپرمختياکارونه کړي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG