لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیگ (ن) په لومړي ځل د اسمبلۍ نه د احتجاج په توگه بهر وتلی


د پاکستان مرکزي حکومت کې واکمن لویې ایتلافي گوند مسلم لیگ (ن) غړي نن په لومړي ځل د اسمبلۍ نه د احتجاج په توگه بهر وتلي دي.
د مسلم لیگ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو دغه واک اوټ د گوند مشر او پخواني صدراعظم نواز شریف دلاهور دعالي محکمې لخوا دنااهله ګرځولو پخلاف کړی دی.
قامي اسمبلۍ کې د گوند پارلماني مشر چوهدري نثار علي خان ویلي دي حکومت ته هم دا اوس فیصله کول دې چې ای دوي جمهوریت او که نه پوځي امریت لورته تلل غواړي.
بلخوا دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي مرکزي حکومت به دلاهور دعالي محکمې لخوا د ميانواز شريف دنااهله ګرځولو په هکله فيصله ستره محکمه کې چيلنج کوي اؤ دټولټاکنو کميسيون ته به خواست کولى شي چې دسترې محکمې دفيصلې تر اورولو دې پر ١٢٣ حلقه ټولټاکنې وځنډوي.
صدراعظم دقامي اسمبلۍ ته وويل دنواز شريف په ضد چې کومه پريکړه شوې ده په هغې ټول ايوان مايوسي ښودلې ده.
هغۀ وويل په دې اړه يې دنواز شريف اؤ چوهدري نثار سره خبرې کړي دي. صدراعظم زياته کړه مونږ ائتلافيانو ته يقين ورکوؤ چې په دې مشکل وخت کې دهغوي ملګري يو.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG