لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دسويي عملياتو کې د مړو شمېره ۴۴ ته رسیدلې ده


دبلوچستان ايالت په سويي سيمه کې دبلوڅ یاغیانو پر ضد روانو عملياتو کې په دريمه ورځ د نورو ٢ؤ عسکرو په ګډون ٦ تنه وژل شوي دي.
دغه عملياتو کې تراوسه ١١ عسکر اؤ شااؤخو ٣٣ جنګيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دامنيتي ځواکونو اؤ بلوڅ یاغیانو ترمينځ توبه سندرواني اؤ اوچ سيمو کې نن په دريمه ورځ هم عمليات روان دي چې پکې ١١ عسکر اؤ ٣٠ جنګيالي وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو ٢٤ کسان نيولي اؤ دهغوي څخه يې په کې چاؤديدونکې مواد ترلاسه کړي دي
سيمه کې په دمې دمې سره ډزې دوام لري
په دغه عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته ددرنو وسلو، پوځي ګاډو، خودکاره وسلو اؤ هيلي کاپترو ملاتړ هم ترلاسه دى.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دجنګياليو دوه پټ ځايونه هم ړنګ کړي دي اؤ دجعفراباد، نصيراباد اؤ سويي سيمو سرحدونه په بشپړ ډول تړل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان کې بلوچ قبایلو د خپلې صوبې په قدرتی زیرمو زیات اختیار لپاره وسله واله مبارزه پیل کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG