لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راتلونکی جمهوررئیس به څوک وي


دا هغه پوښتنه ده چې د مشرف پلوه مسلم لیگ (ق) ډلې یو مشر مشاهدحسین وایی د واکمن ایتلاف د دواو مهمو گوندونو یعنی پیپلز او مسلم لیگ (ن) گوند په منځ کې اختلافات راپارولی شي.
راتلونکی جمهوررئیس که هغه هومره قانوني اختیارات لري څومره چې پخواني جمهوررئیس مشرف لرل نوبیا امکان شته چې پیپلز گوند او مسلم لیگ (ن) ډله به د جمهور رئسۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
او که پارلمان د جمهوررئیس نه د اختیاراتو اخستلو فیصله کوي. نوبیا امان دا دی چې د کوم بل گوند مشر یا کوم بې طرفه شخصیت د جمهوررئیس په څوکۍ کېښني.
تر اوسه چې په میډیا کې کوم گنگوسي دي هغه دا دي چې د پیپلز گوند مشر اصف علي زرداري کیدای شي جمهورئیس جوړ شي. خو دا هم ویل کېږی چې ښاغلی زرداري کومه ښځه جمهورئیس جوړول غواړي.
خپله د بې نظیر بوټو زوي بلاول بوټو ویلي راتلونی جمهوررئیس به د پیپلز گوند نه وي.
د عوامي نیشنل گوند اسفندیار ولی خان د جمهوررئیس جوړیدو په اړه هم په میډیا کې گنگوسي روان دي. خپله اسفندیار ولي خان د دغو گنگوسو په اړه څه ویلي نه دي.
خو بیا به پوښتنه دا کېږي چې اسفندیار ولي خان به د جمهوررئیس هغه ټول واک او اختیار ولري کوم چې ښاغلی مشرف لرل.
د مسلم لیگ (ن) ډلې مشر چودري نثار علیخان د راتلونکي جمهوررئیس په اړه دخپل گوند لخوا د چانوم ښودی نه دی خو دا یې ویلي دي.
د ایتلافي ملگري سره به په دغه موضوع خو دا یې ویلی دي د ایتلافي ملگري سره به په دغه موضوع خبرې کوي. هغه د یوبل پښتون مشر او د پختونخوا ملي عوامي گوند رهبر محمود خان اچکزي او د پخواني ستر قاضي صیدیق الزمان صدیقي نوم اخستې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG